افغان کرېکټ بورډ له یوه هندي شرکت سره تړون لاسلیک کړ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې چې له پخواني مالي ملاتړ کوونکي (الکوزي) شرکت سره یی د تړون تر لغوه کېدو وروسته مالي ملاتړ نه درلود، اوس د «امول» په نوم له یوه هندي شرکت سره ملګرې شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ او امول شرکت ترمنځ د «سپانسر» تړون نن په هندوستان کې د کرېکټ بورډ اجرایوي رییس او د یاد هندي شرکت د مسوولانو ترمنځ لاسلیک شو.

که څه هم د تړون له مخې، ترلاسه کېدونکیو پیسو په اړه کرېکټ بورډ څه نه‌دي ویلي، خو ویل کېږي چې دغه شرکت به د ملي لوبډلې په لباس د خپلې لوګو د لګولو په بدل کې افغان کرېکټ بورډ ته ۱۵۰۰۰۰ زره امریکایي ډالره ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د تړون دلاسلیکېدو پرمهال د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي رییس اسدالله خان، د غوراوي کمېټې رییس دولت احمدزی او یو لوبغاړی مجیب ځدران موجود وو، خو د کرېکټ بورډ له‌خوا د پخوانیو نورو تړونونو په څېر له دغه تړون نه هم د کرېکټ بورډ د رسنیو او بازارموندنې د څانګې مسوولان لرې پاتې شوي وو.

د Amul  شرکت مسوول روي جېت سودي د تړون په مراسمو کې وویل، امول په هندوستان کې د لبنیاتو تر ټولو ستر شرکت دی چې د هندوستان او نورو هېوادونو په څېر به یې افغانستان هم د خپلو تولیداتو د خرڅلاو مرکز شي.

اړوند مطالب:

نړۍوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه

سریلانکا د افغانستان کرېکټ سره مرسته کوي

د نوموړي په وینا، افغان کرېکټ ملي لوبډلې په ډېر کم وخت کې ښې لاسته‌راوړنی لرلي او د کرېکټ نړۍ ته یې د نبي عیسی‌خېل، مجیب ځدران او راشدخان په څېر لوبغاړي وړاندې کړي دي.

د روي جېت سودي په وینا، د مالي ملاتړ کوونکي یا سپانسر په توګه Amul  شرکت هیله لري چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به په نړېوال جام کې د نورو ګډون کوونکیو لوبډلو په وړاندې تر ټولو ښې لوبې وکړي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان او امول تړون د څو لسیزو پخوانی دی چی په ۱۹۶۹ کال کې خان عبدالغفارخان په هند کې له Amul شرکت نه لیدنه کړې وه.

دغه راز د کرېکټ بورډ اجرایوي رییس اسدالله خان بیا په خپلو خبرو کې د تړون په اړه څه ونه ویل، خو د افغانستان په بیارغونه، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته د سپانسر موقع ورکولو او د افغانستان له کرېکټ سره یی د مرستو له کبله د هندوستان حکومت، امول شرکت، هندي کرېکټ بورډ، په کابل کې د هندوستان سفارت او دغه راز له افغانانو سره د مینې له کبله له ټول هندوستان نه مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان الکوزي شرکت په ۲۰۱۵ کال کې له افغان کرېکټ بورډ سره ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړ، خو بیا یې د ۵ کلونو له تېرېدو وروسته روان کال له کوم ښکاره دلیل پرته پای ته ورساوه.

بله‌خوا افغان کرېکټ بورډ ویلي، افغانستان اوس بشپړ غړیتوب لري او باید د الکوزي شرکت د کال ۱۳ لکه امریکایي ډالرو پرځای، ډېرې پیسې پیدا کړي؛ نو ځکه یې له الکوزي شرکت سره تړون پای ته ورسېد.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام