افغان کرکټ ټيم د جام بایللو سره سره کوربه بنګله دیش تاواني کړ

د بنګله دیش خلاف د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د اتلولۍ جام بایللو سره سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړیواله درجه بندۍ کې نور امتیازونه هم ترلاسه کړل.

د کرکټ نړیوالې شورا د رسمي ویبپاڼې د راپورله مخې، د کوربه لوبډلې خلاف په دویمې بریا سره افغانستان ۴ نور امتیازونه ترلاسه کړل او خپل ۱۰ م مقام یې نور هم پوخ کړ.

په ۴ امتیازونو ګټلو سره افغانستان له ۱۱ م مقام لرونکې ټیسټ لوبډلې زمبابوې څخه اوسمهال ۶ امتیازونه وړاندې دی، چې ۵۲ پواینټونه لري.

دغه راز بنګله دیش بیا د افغانستان خلاف ۲ د ۱ بریا په وړاندې د ۵۰ اوریزه لوبو د اتلولۍ جام ګټلو سره سره، خو په دویمې ماتې سره ۳ مهم امتیازونه له لاسه ورکړل.

کوربه بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې په پریکړه کوونکې درېیمه ۵۰ اوریزه لوبه کې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته د یوې یو اړخیزې لوبې وروسته په ستر ۱۴۱ منډو توپیرسره ماتې ورکړه او په خپل کوربتوب یې سر په سر د اتلولۍ ۵ م جام هم وګاټه.

د امتیازونو په بایللو سره دانګلستان په کوربتوب ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د بنګله دیش په رسیدو کې د ویسټ انډيز او پاکستان په بریاوو سره خنډ راتلای شي.

دا چې بنګله دیش ۳ امتیازونه له لاسه ورکړل، نو نهم مقام لرونکې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې سره یې د امتیازونو توپیر له ۱۱ نه ۸ ته راښکته شو، چې بنګله دیش ته د خطرزنګ دی.

پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله بیا ویسټ انډيز سره په سیالیو بوخته ده چې ۳ د صفر بریا په وړاندې کولای شي دغه توپیر ۶ امتیازونو ته راښکته کړي، چې نه یواځې له ویسټ انډيز څخه مخکی کیږي ترڅنګ به یې د بنګله دیش سرخوږی نور هم زیات کړي.

بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلې بیا افغانستان ته په ماتې ورکولو سره په خپل کورکی سر په سر۶ م د اتلولۍ جام وګاټه او د دوی راتلونکې سیالۍ په خپل کوربتوب انګلستان دی.

که بنګله دیش انګلستان ته هم په خپل کوربتوب سیریز کې په ماتې ورکولو بریالی شي، نو له سریلانکا څخه به اوسنې ۶ م مقام ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا په اوسنۍ وروستۍ ۵۰ اوریزه لوبو درجه بندۍ کې اسټرالیا لومړی، خو افغانستان بیا له ټیسټ لوبډلې زمبابوې وړاندې ۱۰ م مقام له ځان سره لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام