افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۶ کال شل اوریز نړیوال جام ته لاره پيدا کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د (جولای په ۲۳مه) په یوه په زړه پورې سیالۍ کې د پاپوا نیو ګیني لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 په دې شل اوریزه سیالۍ کې لومړی د پاپوا نیو ګینې لوبډلې توپوهنه وکړه، چې  د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو سره یې ۱۲۷ منډې جوړې او افغانستان ته یې ۱۲۸ منډې هدف وټاکلو.

په ځواب کې افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۱۸ اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو ټاکلی هدف تر لاسه کړ.

په دې سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۶ کال نړویال جام ته لار وموندله.

په نننۍ لوبه کې پخواني کپتان نوروز منګل تر نورو لوبغاړو غوره لوبه وکړه، هغه چې لومړی توپ وهنې ته میدان ته کوز شوی و تر ټولو وروسته د لوبې په ګتلو سره له میدانه ووت.

نوروز منګل په دې سیاليو کې ۶۵ نا سوځېدلې منډې وکړې، چې په مرسته یې لوبه وګټل شوه.

د توپ اچونې په برخه کې شاپور ځدران بیا ښه وځلېد او د کمو منډو په ورکولو سره یې د مخالفې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.

 

د تېرې سه شنبې پر ورځ افغانستان له هانګ کانګ نه ماته خوړلې وه.

له هانګ کانک څخه په ماتې په ټولنیزو رسنیو کې په کرکټ ادارې سختې نیوکې وشوې او د کرکټ د خبرونو خپرولو یوې معتبرې رسنۍ د کرکټ د نړیوالې شورا خبر ورکړی و، چې د افغانستان او هانګ کانک په سیالۍ کې د درغلۍ شکونه پیدا شوي دي.

داسې نښې نښانې موندل شوي، چې ګوندې په سیالۍ کې بډې اخیستل شوي.

خو کرکټ بورډ بیا دا خبر رد کړ او زیاته کړې یې وه، چې د کرکټ شورا هم ځواب ورکړی، چې دوی په هغې سیالۍ شک نه لري، خو هغه ځوابي لیک یې رسنیو سره شریک نه کړ، چې د کرکټ د نړیوالې شورا په کومو الفاظو ځواب ورکړی دی.

د ټاکنیز پړاو له دې ورستۍ بریا سره افغان کرکټ لوبډلې وکولی شول، چې د ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالۍ، چې په ۲۰۱۶ کال کې په هندوستان هېواد کې ترسره کېږي؛ افغانستان هم برخه ولري.

دا به څلورم ځل شي، چې افغان کرکټ لوبډله د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیاليو کې ګډون کوي.

 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام