د زمبابوې خلاف نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د تاریخي بریا وروسته د افغانستان له پاره د کرکټ نړیوالې شورا لخوا هم زیری اعلان شو.
د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په لړۍ ګټلو سره افغانستان ۴ امتیازونه ترلاسه کړل او د لومړي ځل له پاره په یو ورځنیو سیالیو درجه بندۍ کې د لسو غوره لوبډلو په ډله کې ځاې خپلولو ته نیږدې شوې.
د سیریز په ګټلو سره د افغانستان د امتیازونو شمیر له ۴۱ څخه ۴۵ ته ورسید او اوس مهال له بشپړ غړیتوب لرونکې زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره یواځې د ۱ امتیاز توپیرلري.
افغانستان د دی له پاره چې لومړی له ایرلینډ څخه ۱۱ م او بیا له بشپړ غړیتوب لرونکې زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې څخه په (ټاپ ټین) لوبډلو کې ځاې ونیسي باید زیات نه زیات سیالۍ ترسره کړي، ځکه د افغانستان سرسخته سیاله ایرلینډۍ لوبډله اوس مهال یواځې په ۱۵ سیالیو کې ۴۶ امتیازونه لري.
افغانستان د ایرلینډ په پرتله د ټیسټ غړیتوب لرونکې زمبابوې څخه ځکه د دغه مقام نیولو ښه چانس لري، ځکه ټاکل شوې ده د هندوستان په انکار افغانستان په عربي اماراتو کې یو څلور اړخیزه د یو ورځنیو لوبو سیریز ترسره کړي او هم د روان کال په دیسمبر میاشت کې په ځوابي سفر د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.
افغان کرکټ ملي لوبډلې پرون (د اکتوبر په ۲۴ مه) هغه مهال د دويمې درجې لوبډلې په توګه تاریخ ثبت کړ.
د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې بشپړ غړیتوب لرونکې کوربه زمبابوې لوبډلې څخه یې د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ۳ د ۲ بریاو په وړاندې وګټله.
تراوسه افغانستان په خپل نړیوال کرکټ ۲۰ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې له بشپړ غړیتوب لرونکو کرکټ لوبډلو سره ترسره کړي چې ۶ یې ترې ګټلي دي.
په ګټل شویو ۶ نړیوالو پنځوس اوریزه لوبو کې ۵ لوبې افغانستان د زمبابوې خلاف او یواځینۍ لوبه یې تیرکال په (ایشیا کپ) سیالیو کې له کوربه بنګله دیش څخه ګټلې وه.
افغانستان که څه هم په نړیواله درجه بندۍ کې د ۲۰ لوبو وروسته د دویمې درجې ایرلینډ څخه شاته په ۱۲ م مقام کې ده خو زمبابوې بیا په ۴۵ لوبو سره په ۴۶ امتیازونو د لسو غوره لوبډلو په کتار کې وروستی مقام لري.
د افغان کرکټ مینه والو ترڅنګ د زمبابوې خلاف د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تاریخي بریا په نړیواله کچه هم ستایل شوې ده.
کرکټ ملي لوبډلې ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مبارکۍ ترڅنګ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي سعید اجمل هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستاني روزونکي انضمام الحق ته مبارکي ویلې ده، چې په خپله روزنه کې یې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تاریخي اتلولۍ ته ورسوله.
په همدې حال کې د افغان کرکټ لوبډلې پخواني هندوستاني بیټینګ روزونکي امیش پټوال هم افغان لوبډلې او افغانانو ته د دې تاريخي بریا مبارکي ویلې ده.