افغان کرکټ لوبډلې په خپلې دریمې سیالۍ کې زمبابوې هېواد لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰اوریزه نړیوال جام دویم پړاو سیاليو ته لاره پېدا کړه.
افغان لوبډلې په لومړۍ پانټۍ کولو سره په ۲۰ اورونو کې زمبابوې ته ۱۸۷ منډې هدف وټاکه.
د افغانستان له پاره شهزاد محمدي دخپلې لوبډلې په ګټه ښه پېل وکړ او په لومړيو ۳ اورونو کې یې خپلې ۴۰ منډې پوره کړې، چې وسوزېد.
د افغانستان له پاره محمد نبي عیسی خیل دویم هغه لوبغاړی و، چې په سخت وخت یې کې ۵۰ منډې وکړې، ورسره په څنګ کې سمیع الله شینواري هم تېزه لوبه وکړه او له ۴۰ زیاتې منډې یې جوړې کړې.
د زمبابوې لوبډلې پېل که څه هم ښه و؛ خو وروسته یې د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شوه کړی او هدف ته له رسېد څخه پاتې شوو.
راشد ارمان ۳ لوبغاړي، حمید حسن ۲، دولت ځدران ۱، محمد نبي ۱، سمیع الله شینواری ۱، اصغر ستانکزی ۱ لوبغاړي وسوزول.
د زمبابوې ټوله لوبډله په ۲۰ اور کې په ۱۲۷ منډو وسوځېده.
دا د افغان لوبډلې مسلسل ۳ مه بریا ده چې په مرسته یې په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې د لوبېدو چانس تر لاسه کړ.
په دویم پړاو سیاليو کې به افغانستان د سویت افریقا، انګلیستان، ویسټنډيز او سریلنکا په څېر د لومړۍ درجې لوبډلو سره د سیالۍ مېدان ته وځي.