افغان پوځ وايي، ګډو افغان ځواکونو تر ننګرهار او پکتیا وروسته نن د کندهار په سپینبولدک ولسوالي کې نظامي تمرینونه کړي دي.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي سلاموطندار ته ویلي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د دغو پوځي تمریناتو موخه دا ده چې هلته پرتو ولسونو ته دا ډاډ ورکړي چې افغان ځواکونه د دوی پوره ملاتړ کوي او د ولسونو قربانۍ به هېڅکله له یاده ونه باسي.
احمدي زیاتوي، دغه پوځي تمرينونه نن د سپینبولدک ولسوالي اړوند کرښي ته نږدې په څو مترۍ کې شوي چې د بولدک ولسوالي د وروستۍ پېښې د قربانیانو په نوم نومول شوي دي.
د هغه په خبره، په دغو تطبيقاتو کې پياده ځواکونو، کومانډویانو، ضربتي قطعې، پولهساتو او هوايي ځواکونو ګډون کړی او د خپلو سپکو او درنو وسلو وړتياوې يې ښودلي چې د دفاع وزارت يوشمېر چارواکو هم له نږدې څارلي دي.
په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر ټویټر لیکلي، افغان اردو د کندهار په سپینبولدک ولسوالي کې د ملي دفاعي ځواکونو د غړیو په نوم چې د کوچني اختر په ورځو کې د مورنۍ دفاع په برخه کې د پاکستان د سرتېرو لهخوا وژل شوي، په لویه کچه نظامي تمرینات پیل کړي دي.
دفاع وزارت تر دې يوه ورځ مخکې د پکتيا د اريوب ځاځي ولسوالي اړوند د ”مڼې جبې‟ په سيمه کې او تر هغې وړاندې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالي کې ډيورنډ کرښې ته نږدې هم پوځي تمرينونه کړي چې د پلې او هوايي ځواک په ګډون پهکې کومانډویان، ضربتي قطعه او پولهساتي ځواکونه شامل وو.
د دغو تمریناتو لیدلو ته د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا هم ورغلی و. هغه ویلي، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه لوړ مسلکي او جنګي ظرفیت لري.