د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د هندوستان په کوربهتوب په (سوبرتوکپ) فوټبال جام سیالیو کې په پرلهپسې توګه د شپږم ځل لهپاره بریالۍ شوه او پایلوبې ته ووتله.
د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د هند په کوربهتوب سوبرتو کپ سیالیو پرمهال په نیمه پایلوبې کې د هند کیرالا لوبډلې ته ۱ د ۰ ګول په وړاندې ماتې ورکړه چې دغه یوازینی ګول هم شبیر وواهه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د مالوماتو له مخې، افغان ۱۷ کلنه فوټبال ملي لوبډله به د اتلولۍ ګټلو لهپاره په پایلوبې کې د راتلونکې سهشنبې په ورځ د نوېمبر په ۲۰مه د بنګلهدېش د فوټبال د ۱۷ کلنو لوبډلې سره سیالي وکړي.
د یادونې ده چې پهدغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د اسیا او اروپا ۴۰ لوبډلو برخه اخیستې وه چې پهکې افغان ۱۷ کلنې لوبډلې یو پر بل پسې ۶ سیالۍ وګټلې. دغه راز پهدغو سیالیو کې له افغاستان نه کمعمره ښځینه فوټبال ملي لوبډلې او د هېواد ۱۴ کلنو فوټبال ملي لوبډلې هم برخه اخیستې ده.
په همدی حال کې د ترکیې په تمریني سفر بوختې افغان فوټبال ملي لوبډلې خپله لومړۍ تمریني سیالي د انتالیا اسپور ۱ د ۰ ګول په وړاندی وبایلله او ټاکل شوې سبا په دویمه سیالي کې د یاد هېواد له سریک بلدیه اسپور لوبډلې سره ولوبېږي.