افغان فوټبال ملي لوبډلې خپل کپتان له لاسه ورکړ.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټبال ملي لوبډلې کپتان اسلام الدین امیري په هندوستان کې د لوبو پرمهال ټپي شوی دی.
د فوټبال فدراسیون په وینا چې نوموړی به راتلونکې میاشت د پاکستان فوټبال ملي لوبډلې خلاف کیدونکي دوستانه نړیوالې فوټبال لوبه کې د افغان فوټبال ملي لوبډلې له پاره ونه لوبیږي.
دغه راز د هندوستان (ډمپو) فوټبال کلپ چې ورسره افغان کپتان لوبیږي؛ اعلان کړی دی چې اسلام الدین امیري د دریو اونیو له پاره د ټپونو له کبله د فوټبال لوبغالي ته نه شي راستنیدلې.
ټاکل شوې ده د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په ۶ مه نیټه دافغانستان او پاکستان فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ سیالۍ د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي.
له دې وړاندې اسلام الدین امیري چې په هندوستان کې په سترو فوټبال غوره لیګ سیالیو کې په لوبو بوخت و
د پاکستان خلاف لوبه کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په ګټه دلوبیدو تمه ښودلې وه خو بخت ورسره یاري ونه کړه.