د سږکال ۱۸ پړاو ۱۶ کلنو اسیایي جام فوټبال سیالیو لهپاره لوبډلوېش نن په رسمي توګه اعلان شو چې افغانستان په «ډي» ګروپ له پياوړو لوبډلو سره مخامخ شوی دی.
د فوټبال اسیایي شورا «ای ایف سي» د ټویټر پاڼې معلوماتو لهمخې، د ۲۰۱۸ کال ۱۶ کلنو اسیایي فوټبال لوبډلو ترمنځ د اسیایي جام لوبډلوېش لهپاره پچه اچونه نن په مالیزیا کې وشوه.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، افغانستان به د سږکال په ۱۶ کلنو اسیایي جام فوټبال سیالیو کې له عراق، سویلي کوریا او د اسټرالیا ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډلو سره سیالۍ وکړي.
د سږکال ۱۶ کلنو فوټبال اسیایي جام سیالیو ۱۶ لوبډلې لوبېږي چې نن د پچې اچونې لهمخې په ۴ ګروپونو ووېشل شوې.
د رسنیز شویو معلوماتو لهمخې په «اې» ګروپ کې به جاپان، تایلینډ او تاجیکستان له کوربه مالیزیا ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلی سره، په «ب» ګروپ کې شمالي کوریا، یمن، اردن او عمان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې او په «سي» ګروپ کې بیا ایران، ویتنام، هندوستان او اندونیزیا لوبډلې په ګروپي او لیګ بڼه سیالۍ ترسره کړي.
دغهراز په «ډي» ګروپ کې افغانستان د مې ۲۲ مه له عراق، د سپټمبر په ۲۵مه له کوریا او د سپټمبر په ۲۸مه له اسټرالیا سره لوبې لري.
ټاکل شوې د سږکال ۱۶ کلنو اسیایي جام سیالۍ به د سپټمبر میاشتې له ۲۰مې د اکتوبر تر ۷مې نېټې د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور ښار کې ترسره شي.
دا د افغانستان فوټبال په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د افغانستان کومه ملي لوبډله په سترو اسیایي جام فوټبال سیالیو کې لوبیږي او لومړی ځل دی چې د افغانستان ۱۶ کلنه لوبډله دغه جام ته لار پیداکوي.
د اسیا فوټبال شورا لهخوا د ۱۶ کلنو اسیایي جام سیالۍ له ۱۹۸۵ کال راهیسي هرکال په یو غړي هېواد کې ترسره کېږي چې په کې د اسیا په کچه ۱۶ بهترینه ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې لوبیږي.
یادې سیالۍ هر دوه کاله وروسته ترسره کېږي چې ۱۷ پړاو یې د هندوستان په کوربتوب ترسره شو چې په کې عراق ۴ د ۳ ګولونو په وړاندې ایران ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لهپاره د اتلولۍ جام ګټلی و.
په ترسره شویو ۱۷ پړاونو کې تراوسه چین، جاپان، شمالي کوریا، عمان، سعودي عربستان او سویلي کوریا هغه هېوادونه دي چې ۱۶ کلنو لوبډلو یې دوه دوه ځلې د دې سیالیو د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.
د ۱۶ کلنو لوبډلو ترمنځ د یادو سیالیو یوه موخه دا ده چې ۴ مخکښې لوبډلې ترې د فوټبال نړیوالې شورا په چوکاټ کې د ۱۷ کلنو فوټبال جام سیالیو ته هم لاره پیداکوي.
د افغانستان د لویانو ملي لوبډله بیا د راتلونکې ۲۰۱۹ کال اسیایي جام فوټبال سیالیو لهپاره په غوراوي پړاو کې ۶ لوبې ترسره کړې چی یوازې کمبودیا ته یې ماتې ورکړه، په خپل «سي» ګروپ کې یې درېم مقام ترلاسه او اسیایي جام ته په رسېدو کې پاتې راغله چې راتلونکی کال په عربي اماراتو کې پیلیږي.