د برازیل ۲۰۱۶ م زېږدیز کال المپیک سیالیو ته د لار موندنې په موخه د اسیا لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو په دوام افغانستان په خپله وروستۍ لوبه کې له ایران څخه ستره ماته وخوړه.
د فوټبال فدراسیون لخوا په خپره شوې خبرپاڼه راغلي، چې په سیالۍ کې افغانستان له کوربه لوبډلې څخه ۰ـ۶ ستره ماته وخوړه.
د فوټبال فدراسيون وايي، په لومړۍ نيمايي کې افغانستان د ایران له فوټبال ملي لوبډلې څخه څلور ګوله او په دويمه نيمايي لوبه کې دوو ګولونو په وهلو سره لوبه يې د خپل ځان په ګټه تمامه کړه.
په دې ماتې سره دافغانستان ۲۳ کلنه فوټبال ملي لوبډله دویم پړاو ته له رسېدو پاتی شوه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دافغانستان او ایران ۲۳ کلونو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د پرون ورځې (سي) ګروپ سیالۍ د ایران په ازادۍ لوبغالي کې د نیږې ۸۰ زرو نندارچیانو په شتون کې ترسره شوه.
پدې سیالیو کې ټولټال افغان ۲۳ کلنې فوټبال ملي لوبډلې څلور لوبې ترسره کړې، چې له فلسطین څخه یې په لومړۍ لوبه کی دوه پر وړاندې د صفر ماتې وخوړه.
په دوهمه سیالۍ کې یې نیپال ته دوه پر وړاندې د صفر ستره ماته ورکړه او په دریمه لوبه کې یې بیا له پیاوړې سعودي عربستان لوبډلې سره یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته لوبه بې له کومه ګوله برابره پای ته ورسوله.
د سیالیو په ترڅ کې افغان ۲۳ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د ۴ سیالیو، یوې بریا، یوې مساوي او دوه ماتو وروسته په ګروپ کې څلورم مقام ترلاسه کړ.