د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا خپلې ښځینه فوټبال ملي لوبډلې لباس کې پړونې او لنډ پرتوګ په ځاې اوږد پرتوګ هم وراضافه کړ.
د هندوستان "انډین ایکسپریس"ویبپاڼې د راپور له مخې چې په نوي لباس کې هڅه شوې ده ترڅو د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ویښته او پښې پټې اوسي او هم افغاني مذهبي اړخ ته هم پاملرنه او احترام وشي.
دغه راز د افغانستان نارینه فوټبال ملي لوبډلې په لباس کې هم بدلون راوستل شوی دی، چې په کې په پیکه توګه مخامخ د زمري څیره ده.
د یادونې وړ ده، چې نوی لباس د فوټبال ملي لوبډلو د لباس "سپانسر" ډنمارکۍ کمپنۍ "هومیل" برابر کړی دی، چې وړاندې یې د لیتوانیا او ډنمارک ملي لوبډلو له پاره هم لباسونه ډیزاین کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې زیاتره لوبغاړي د امنیتي ستونزو له کبله له هیواده بهر په اروپایي هیوادونو کې ژوند کوي.
یو شمیر ښځینه فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو تیره ورځ د ډنمارک په پلازمینه "کوپینهاګن" کې نوې ډیزاین شوی او برابر شوې لباس واغوست او نندارې ته یې وړاندې کړ.
د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې خالده پوپل "اسوسیټیس پریس" خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي دي، په داسې هیواد کې چې سړی په کې حاکم وي ښځو ته فوټبال کول اسانه کار نه دی، افغانستان کې ښځې داسې فکر کوي، چې فوټبال د نارینوو لوبه ده.
د نوموړې په وینا " دا زما له پاره ځانګړی نوی لباس دی او همدا زما پیژندګلوي ده".
دغه راز د افغانستان فوټبال ملي لوبډلو سپانسر هومیل شرکت مشر کریسټن سټیډل رسنیو سره په مرکه کی ویلي دي، چې د یوه پرده پوښ لباس جوړولو هڅې یی وکړې او په دې بریالي شول ترڅو د افغانستان فوټبال ښځینه ملي لوبډلې او فدراسیون د غوښتنو سره سم دغه د حجاب لباس تیارکړي.
د سټیډل په وینا، د منځني ختیځ د یو شمیر نورو هیوادونو له پاره هم د ورته اسلامي لباسونو برابرولو له پاره په خبرو بوخت دي، خو ددغو هیوادونو نومونه یی یاد نه کړل.
د هیومیل شرکت مشر زیاته کړې ده، چې دوی غواړي د ورزش له پاره نړۍ ته بدلون ورکړي او مثبت تغیر را مینځته کړي.