افغان سوله؛ ښځې په‌کې سمه نیمه ونډه غواړي

د افغان ښځو شبکې نن په کابل کې «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د یو بیلیون پاڅون سره د یوځای کېدو» په نوم غونډه جوړه کړه.

د دې شبکې غړې وايي، د افغان سولې په خبرو اترو کې د ښځو نه موجودیت، له ښځو سره د توپیري چلن په مانا دی.

د دې شبکې په یوه اعلامیه کې لیکل شوي، د افغان سولې په پروسه کې د ښځو څنګ ته کول، له ښځو سره د توپیري چلن ترڅنګ، د هغوی د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي.

د اعلامیې له مخې، که څه هم ښځې ښه ظرفیت او وړتیا لري، خو لا هم په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د هغوی حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د افغان ښځو شبکې غړې سوریا پرلیکا وايي، یاده شبکه غواړي چې د افغان سولې په اړه جوړېدونکیو غونډو کې د ګډون په موخه د ښځو د غوراوي کمېټه جوړوي او پرېکړه یې کړې چې د نارینه‌وو ترڅنګ به په مساوي توګه ښځې هم په‌کې ګډون کوي.

د طالبانو د راتلو غږ؛ ښځې څه وايي؟

اروپايي اتحادیه: سوله به د افغانستان کلیو ته ورسېږي

بله‌خوا یو شمېر ښځو په پروان ولایت کې د یوې غونډې پر مهال د افغان سولې په پروسه کې د ښځو لاسته‌راوړنو ته د نه پام په اړه د اندېښنې ترڅنګ، خبرداری ورکړی چې د سولې خبرو کوونکیو ترمنځ هېڅ ډول پټه سناریو ورته د منلو نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو استازي د فبروري په ۱۸مه د دوشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې سره وګوري او یو ځل بیا پر افغان سولې خبرې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام