افغاني برېښنا د تیارو زنځیرونه ماتوي

په افغاني ټولنه کې د جنګ، درز او او بمي ګردونو نه په ډکه فضا کې لا هم داسې ښځينه مټې شته، چې د هېواد، ښځو او د ځان د بقا خاطر په سختو حالاتو کې د مرستې لپاره د هیڅ ډول خنډ پرواګېرې نه دي.

د دغو ګوتو په شمار ښځو په ډله کې کولی شو يوه هم برېښنا ساپۍ یاده کړو.

برېښنا ساپۍ په خپلو نه ستړي کېدونکیو هلو ځلو توانېدلې، چې د افغانستان په ختيځ ولایت کې د یوناما له خوا د غوره ښځو لقب تر لاسه کړي.

ساپۍ وایي، د ژوندانه تر دې سرحده یې زياتې خوږې او ترخې شیبې تېرې کړي، خو ستونزو ته يې هیڅکله هم دا زمينه نه ده مساعده کړې، چې د مایوسۍ په ځاله کې بنده پاتې شي.

هغه زياتوي، تل یې لوړو پوړیو ته د ځان رسولو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي.

برېښنا ساپۍ، په پلازمېنه کابل کې زېږېدلې، لومړنۍ زده کړې يې په همدې ولایت کې کړې، خو په اصل کې بیا د لغمان ولایت دي.

پلار يې يو نظامي ډاکټر و او د ښوونځي له فراغت وروسته د کابل انجينرۍ پوهنځي ته بريالۍ شوې و.

هغه وايي، په هېواد کې د کورنيو جنګونو له امله و نه توانېده، چې په انجينري پوهنځي کې له دوو کلونو زياتې لوړې زده کړې وکړي.

له هغه وروسته د افغانستان ختيځ ولایت لغمان کې اوسيږي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي.

ساپۍ سلام وطندار ته وویل، د ګډ ژوند پیل سره یې د نوي حکومت په لومړيو کې په یو غیر دولتي موسسه (ډاکار) کې دنده واخیستله او په دې سره یې محلي شوراګانې جوړې کړې، چې په مرسته یې وکولی شي د ښځو ویښتیا ته کار وکړي.

برېښنا ساپۍ زياته کړه، د شوراګانو د رامنځته کولو يواځينۍ موخه يې دا وه، چې د بېلابېلو پروژو له لارې بې روزګاره خویندو ته کاري بوختياوې برابرې کړي، چې په وينا يې په دغه برخه تر ډېره بريده بريالۍ هم وه.

هغه توانېدلې، چې يواځې په خپلو هڅو، د شپږو میاشتو په موده کې ۵۰ بېلابېلې پروژې په لغمان کې پیل کړي.

برېښنا ساپۍ د دغو پروژو په تطبیقولو سره د لغمانۍ ښځو په زړونو کې ځای پېدا کړه او همدا يې د مدني حرکت پېل هم شو.

نوموړې سلام وطندار سره په مرکه کې وویل: " په پيل کې مې په ملي راډيو ټلویزيون کې دنده پېل کړه، چې په همدې پلمه خويندو ته لاره هواره شي او خپلې ستونزې د رسنيو له لارې چارواکیو ته ورسوي."

ساپۍ وویل، د دې ترڅنګ چې د خپلي کورنۍ کارونه د اولادونو روزنه او مدني فعالیتونه یې ورځ تر بلې په زیاتېدو وو، خو بیا هم دغو ستونزو ته تسلیم نه شوه او د خپل تحصیل بشپړېدو له پاره يې عظم وکړه، همدا وو، چې ننګرهار کې یې د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې زده کړې پیل کړې، چې اوس هم محصله ده.

په دې وروستیو کې د ختیځ زون یوناما دفتر له خوا د ښځو فعالیتونو ته د ودې ورکولو په موخه یوه غونډه جوړه شوه، چې په دې غونډه کې برېښنا هم یوه له هغو ښځو و ګڼل شوه، چې تېر ژوند کې یې کړنې مثبتې وارزول شوې او د غوره ښځې لقب یې وګټلو.

د هر فعالیت له پاره یو ځانګړي سلاکار ته اړتیا وي، چې چارې ښه مخکې لاړې شي؛ بریښنا وایې، تر ټول ښه مشاور یې مېړه دی، چې په ټولو چارو کې ورسره همکار دی.

د برېښنا د ژوند شریک رفیق ساپی نوميږي او د برق په څانګه کې يې د انجينرۍ په برخه ډيپلوم اخیستی.

ساپۍ وايي، په بهرنيو هېوادونو کې د تحصيل پر مهال يې زده کړي، چې د ټولنې د پرمختګ په موخه لازمي ده، چې ښځې له نارينه سره اوږه په اوږه کار وکړي.

رفیق ساپی زياتوي، چې دی د خپلې ښځې د غوښتنو مخې ته نه خنډ شوی، بلکې برعکس د هغې سره يې موخو ته د رسېدو په هدف مرسته کړې.

رفیق ساپي وویل، که چېرې د شریعت په چوکاټ کې ټولې ښځې کار ته اجازه ولري، نو دا ټولنه به ډېر ژر پرمختګ وکړي.

لغمانۍ ښځی هم د بریښنا ساپۍ کارونه ستایي او قدردانی یې کوي.

د لغمان ولایت د ټولو مدني ټولنو رییسه جميله هم د ساپۍ کارونه ستايي او هغه په ټولنه کې د يوې فعالې مهرې په توګه یادوي.

برېښنا د خپل ژوند تر دې مهاله په ډاکار موسسه، د لغمان ملي راډیو ټلویزیون، فیفا او ای ایم سي موسسو سره په مختلفو برخو کې کارونه کړي او وروسته له څو میاشتو به د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي نه هم فارغه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام