افغانستان په ټیسټ لوبو ایرلینډ مات کړ

افغان کرکټ ملي لوبډله د ټیسټ کرکټ لوبو امتیاز خپلولو ته ډېره نږدې شوې او نن یې سرسخته سیاله ایرلینډۍ لوبډله په ۴ ورځنۍ سیالۍ کې له ماتې سره مخ کړه.

د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د لویو وچو (انټرکانټېنېنټل) جام څلور ورځنۍ لوبه په ۳ ورځو کې په خپله ګټه پاې ته ورسوله او د ټیسټ کرکټ کولو چانس یې ژوندی وساته.

د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د افغانستان په کوربتوب د هندوستان په ګرېټر نویډا لوبغالي کی ترسره شوه.

افغانستان د اصغر ستانکزي، افسر ځاځي د سلیزو، د راشد خان او نبي عیسی خېل د غوره توپ اچونې له کبله په یو وار او ۱۷۶منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې کپټان اصغر ستانکزي د پچې ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه غوره کړه، چې په لومړي وار د کپټان د ۱۴۵، افسر ځاځي ۱۰۳، شهزاد محمدي ۸۵ او ناصرجمال ۷۳ منډو په وسیله یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۵۳۷ منډې جوړې کړې.

ټاکل شوی هدف ایرلینډۍ لوبډلې سر په سر په دوه ځلې لوبو پوره نه شو کړی، په لومړي وار د راشد خان له خوا د ۵ لوبغاړو په سوځولو ۲۶۱ منډې او په دویم وار درېیمه ورځ د نبي عیسی خېل له لوري د ۶ ویکټو په اخیستلو ایرلیندۍ لوبډله په ۱۰۴ منډو وسوځېده او په ۸۰ امتیازونو دویم مقام ته ګوزار شوه.

اصغر ستانکزي د لومړي ځل له‌پاره په فرسټ کلاس لوبه کې په ۱۴۵ منډو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغانستان په دې بریا له ۵ لوبو وروسته له ایرلینډۍ لوبډلې څخه په ۸۱ امتیازونو سره لومړی مقام وګټلو او د لسم مقام لرونکې ټیسټ لوبډلې سره یې د ۲ ټیسټ چیلینج لوبو کولو له‌پاره مزل را نږدې کړ.

افغان کرکټ ملي لوبډله به په پاتو ۲ انټرکانټېنېنټل جام سیالیو کې له هانګ کانګ او عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي، چې تراوسه یې مهال وېش نه دی اعلان شوی.

ایرلینډۍ لوبډله به بیا له ۲ سر سختو سیالو اروپایي لوبډلې هالینډ او سکاټلینډ لوبډلو سره خپلې پاتې سیالۍ وکړي.

په روان انټرکانټېنېنټل جام کې به د لیګ سیالیو پای ته رسېدو سره ۲ مخکښې لومړی او دویم مقام ګټونکي لوبډلې راتلونکې ۲۰۱۸ کال کې د اتلولۍ جام ګټلو او ۲ ټيسټ سیالیو چانس ترلاسه کولو له پاره په فاینل لوبه کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړي.

دغه راز نن د افغانستان ایمرجینګ کرکټ ټیم دفاعي اتلې هندوستان ۲۳ کلنې کرکټ ملي لوبډلې ته په ۲ ویکټو ماتې ورکړه او د روان جام سیمي فاینل ته یې لار پیدا کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام