د روڼتيا نړيوال څار (Transparency International) کلني راپور له مخې، افغانستان په لومړی ځل د نړۍ له ۳ فاسد ترينو هېوادونو له ډلې وتلی دی.
د دې سازمان د ۲۰۱۵ کال د راپور له مخې، سومالیا، افغانستان او شمالي کوریا د نړۍ د ۱۶۷ هېوادونو په منځ کې، د تر ټولو فاسدو هېوادونو په توګه وپېژندل شوي وو، چې افغانستان د نړۍ دویم فاسد هېواد و.
د فساد څېړنې په نامه دغه کلنی راپور چې نن د (جنورۍ پر ۲۵مه) خپور شو؛ ښيي، چې افغانستان اوس د فاسدو هېوادونو په کټګورۍ کې له درېيم مقام نه اتم ته تللی دی او دا دې معنا ورکوي، چې د فساد کچه راکمه شوې ده.
د دغه راپور له مخې، سوماليه د تل په څېر تر ټولو فاسد هېواد او ډنمارک تر ټولو رڼ هغه دی.
په سوماليې پسې د نورو فاسدو هېوادونو په کتار کې جنوبي سوډان، شمالي کوريا، سوريه، يمن، شمالي سوډان او ليبيا راځي او اتم مقام د افغانستان دی.
په رڼو هېوادونو کې پر ډنمارک پسې بيا نيوزیلينډ، فنلينډ، سويډن، سویټزرلينډ/ سویس، ناروې او سنګاپور هېوادونو نومونه راځي. په دې کتار کې د امريکا متحدهايالاتو مقام ۱۸م، د هند ۷۹، د پاکستان ۱۱۶ او د ايران ۱۳۱ دی.
د روڼتيا نړيوال څار په ټولیزه توګه د نړۍ د ۱۷۶ هېوادونو هر اړخیزه ارزونه کړې ده. دغه سازمان په ټینګار سره ويلي دي، چې په ټولنه کې د شتمنو او بېوزلو تر منځ مخ په پراخېدونکی توپير له فساد سره ژور تړاو لري.
د دې راپور د معلوماتو پر بنسټ، په ډېرو هېوادونو کې د وګړیو لهپاره د ژوند بنسټیزې اړتياوې نه پوره کېږې او د دې موضوع ستر علت فساد دی، چې له امله يي زورواکي او شتمن له کمزورو او بېزلو سره بېانصافي کوي.
افغانستان په دې سازمان د ۲۰۱۵ کال په راپور کې د نړۍ په فاسدو هېوادونو کې دویم ځای لرلو.
د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې له اداري فساد سره د رغندې مبارزې لهپاره اړینه ده، چې حکومت لومړی د اداري فساد پر ضد مبارزه جدي لومړیتوب وګرځوي او په دې لاره کې د حکومت کړنې همغږې شي او د اداري فساد پر ضد یو شمېر قوانین او يوه داسې خپلواکه اداره رامنځته کړي، چې بشپړ واک ولري.
د شفافیت نړیواله اداره یوه نړیواله مدني ټولنه ده، چې بنسټیزه موخه یې د اداري فساد مخنیوی دی. دغه اداره هر کال د نړۍ له ۱۰۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د اداري فساد په اړه سروېګانې کوي او په دې لړ کې ټولو هېوادونو ته نومرې ورکوي، بیا د دغو هېوادونو د درجه بندۍ یو لېست جوړوي او په خپل کلني راپور کې یې خپروي.