د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د فوټبال په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې شوې ده او یو ځل بیا د تیرې میاشتې په څیر له ۴ نورو هیوادونو څخه مخکې شوی.
د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) له خوا د غړو هیوادونو نړیواله درجه بندي نن د دې شورا په رسمي ویبپاڼه کې اعلان شوه.
د اعلان شوې درجه بندۍ له مخې افغان فوټبال ملي ټيم سینګاپور فوټبال ملي ټيم ته د تیرې میاشتې ماتې سره له ۱۵۱ م مقام څخه ۱۴۷ م مقام خپل کړی دی.
په ایران کی د تیرې مارچ میاشتې په ۲۹ مه نیټه افغانستان د نړېوال جام ټاکنیز پړاو مهمه لوبه کې سینګاپور ته ۲ د۱ ګول په وړاندې ماتې ورکړه، خو سینګاپور د ماتې سره سره په ۱۴۸ م مقام کې پاتې شوی دی.
د فوټبال نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د مخکې تګ له پاره افغانستان خپل امتیازونه په وروستیو ښکلو لوبو سره له ۱۹۲ څخه ۲۱۰ امتیازونو ته رسولي.
افغانستان په تېره مارچ میاشت کې ۲ نړیوالې فوټبال لوبې ترسره کړې، چې د جاپان خلاف یې ۵ د ۰ په وړاندې ماتې وخوړه، خو سینګاپور ته بیا په ماتې ورکولو بریالۍ شوه.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو ۲ میاشتو کې دا دویم ځل دی، چې افغانستان د فوټبال نړیوالی شورا په درجه بندۍ کې مخکیوالی کوي او له تیرو دوو میاشتو راهیسې له ۱۵۴ م مقام څخه ۱۴۷ م مقام ته راورسیده.
همدارنګه د فوټبال نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې ارجنټاین د بلجیم څخه لومړۍ لیکه نیولې ده، چې بلجیم دویم مقام ته ګوزار شوی.
همدارنګه د فوټبال په اسیایي درجه بندۍ کې ۲۴ م خو په سویلي اسیا درجه بندۍ کې د اتلولۍ بایللو سره سره له هند څخه وړاندې لومړی مقام له ځان سره لري.
همدارنګه که څه هم افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په وروستیو میاشتو کې کومې نړیوالۍ سیالۍ نه دي ترسره کړي، خو په اعلان شوې درجه بندۍ کې د نړۍ په ۱۳۰ م مقام کې اعلان شوی دی.