افغانستان په سویلي اسیا المپیک سیالیو کې ۴ مقام خپل کړ

د هندوستان په کوربتوب د ۲۰۱۶ م زکال ۱۲ م پړاو سویلي اسیا المپیک سیالۍ د هندوستان هیواد په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

په دې سیالیو کې د افغانستان لسګونه لوبغاړو په ۱۶ ورزشي رشتو کې برخه اخیستې وه، چې افغانستان ته یې د سیالیو څلورم مقام ترلاسه کړ.

په سیالیو کې که څه هم افغانستان د ۵ م مقام ګټوونکې بنګله دیش هیواد په پرتله کم مډالونه ترلاسه کړي و، خو افغانستان بیا د یاد هیواد په پرتله زیات ۷ د سرو زرو مډالونه ګټلي وو.

افغانستان په دې سیالیو کې ۷ د سرو زرو، ۹ د سپینو زرو او ۱۹ د زیړو مډالونه ترلاسه کړ او ټولټال په ۳۵ مډالونو ګټلو سره یې روانې سیالۍ پای ته ورسولې.

روح الله نیکپا، سمیه غلامي، شریف مرادي، محمود حیدري، احمد بخشي او محسن رضایي د افغانستان له پاره په تکواندو او خیرالله لعل زاد په وشوو لوبه کې د افغانستان له پاره د سرو زرو مډالونه وګټل.

په دولسم پړاو سویلي اسیا المپیک سیالیو کې هندوستان ترټولو زیات ۳۰۸ مډالونو ګټلو سره لومړی، سریلانکا په ۱۸۶ مډالونو سره دویم او پاکستان بیا د افغانستان څخه وړاندی په ۱۰۶ مډالونو سره دریم مقام ترلاسه کړ.

د سویلي اسیا په المپیک سیالیو کې بنګله دیش پنځم ، نیپال شپږم ، مالدیف اووم او بوتان بیا وروستۍ ۸ م مقام ترلاسه کړ.

په سیالیو کې که څه هم ټولو ګډون کوونکو ۸ هیوادونو مډالونه ترلاسه کړل، خو مالدیف او بوتان بیا یواځني هیوادونه و، چې د سرو زرو مډالونو په ګټلو کې پاتې راغلل.

په ۱۲ م پړاو سویلي اسیا المپیک سیالیو کې څه باندې ۲ نیم زره لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې یواځې ۷۸۸ لوبغاړي په مډال ګټلو بریالي شول.

یادې سیالۍ دوه اونۍ وړاندې د هندوستان په ګواتي ښار کې پیل شوي، چې په کې د ګډون کوونکو ۸ هیوادونو سلګونه لوبغاړو په ۲۳ ورزشي رشتو کې لوبې نندارې ته وړاندې کړې.

د سویلي اسیا المپیک سیالۍ په ۱۹۸۴ کال کې پیل شوي دي، چې په کې افغانستان له تیرې یوې لسیزې راپدیخوا د درېیم ځل لپاره ولوبید.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام