د افغانستان زورخانه ای او غیږنیونې ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې ۱۱ مډالونه وګټل او د ګډون کوونکو ۲۰ هیوادونو په ډله کې یې په ۱۱۳ امتیازونو سره د سیالیو دویم مقام یې ترلاسه کړ.
د افغانستان د زورخانه اي فدراسیون چارواکي وایي چې د پنځم پړاو زورخانه ای اسیایي اتلولۍ سیالۍ د ایران په تبریز ښار کې ترسره شوې.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې په دې سیالیو کې ګډون کوونکو لوبغاړو په ټیمي او انفرادي توګه په غیږنیونې او زورخانه اي برخو کې د خپلو سیالانو په وړاندې لوبې ترسره کړې.
په دې سیالیو کې افغان لوبغاړو ۱ د سرو زرو، ۸ د سپینو زرو او 2 د زیړو مډالونه ترلاسه کړ.
دافغانستان له پاره په دې سیالیو کې مشتاق حسن د سرو زرو او محمد ازاد بیا د سپین زرو مډالونه وګټل.
د سیالیو په پاې کې کوربه هیواد ایران د زیاتو مډالونو په ګټلو سره د ګډون کوونکو لوبډلو په کتار کې له ټولو لوبډلو زیات په ۱۳۷ امتیازونو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.
دغه راز د سیالیو په پای کې د ایران او افغانستان وروسته عراق او تاجکستان په ګډه سره په ۱۱۱ او ۱۰۷ امتیازونو سره دریم مقام ګټوونکي اعلان شول.
په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د کوربه ایران ترڅنګ د پاکستان، سریلانکا، بنګله دیش، تاجکستان ، هندوستان، نیپال ، سویلي کوریا، تایلینډ، چانیزټایپي، اندونیزیا، کامبودیا، بحرین، عربي متحده امارت، قطر، مالیزیا، عراق، او ویتنام زورخانه اي ملي لوبډلو برخه اخیستې وه.