افغانستان له سریلانکا سره کرېکټ لوبه کوي

د کرېکټ اسیايي شورا د ۱۴ پړاو «اېشیا کپ» ټورنمېنټ مهال‌وېش او لوبډل‌وېش اعلان کړ چې افغانستان به هم په‌کې د لومړي ځل له‌پاره نېغ په نېغه ولوبېږي.

د دې لوبډل‌وېش له‌مخې به افغان کرېکټ ملي لوبډله خپله لومړنۍ لوبه د سېپټمبر په ۱۷مه د سریلانکا له ملي لوبډلې سره د دوبۍ په نړۍوال‌کرېکټ‌ لوبغالي کې وکړي.

افغان‌لوبډله به په دې سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سېپټمبر په ۲۰مه د بنګله‌دېش د کرېکټ ملي‌لوبډلې سره ترسره او دوه مخکښې لوبډلې له هر ګروپه «سیمې‌فاینل» ته ووځي.

د سږکال «اېشیا کپ» کرېکټ سیالۍ د درېیم ځل له‌پاره د سېپټبمبر په ۱۵مه د عربي اماراتو په کوربتوب او د سریلانکا او بنګله‌دېش ملي لوبډلو په لوبې پیلېږي.

دا سیالۍ له‌دې مخکې په ۱۹۸۴ او ۱۹۹۵ کلونو کې د عربي اماراتو په کوربتوب شوې‌وې چې دواړه ځله په‌کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې اتلولي ګټلې وه او ټاکل شوې چې په سږنیو سیالیو کې به هم د خپلو اتلولیو دفاع وکړي.

د «اېشیا کپ» سیالیو له‌پاره ټولې غوره شوې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې په لومړي هغه کې یې د هند او پاکستان لوبډلو ترڅنګ، یوه بله لوبډله ـ چې د غوراوي له پړاوه به ورته لاره پیدا کړي ـ شاملې دي.

ټاکل شوې د سږنيو «اېشیا کپ» سیالیو له‌پاره د یوې لوبډلې د غوراوي په موخه د راتلونکې اګسټ له ۲۹مې، د سېپټمبر تر ۶ مې د ۶ لوبډلو «مالیزیا، عربي اماراتو، نیپال، هانګ کانګ، عمان او سنګاپور» ترمنځ په هندوستان کې ټورنمېنټ وشي چې ګټونکې لوبډله به یې له هند او پاکستان سره په ګروپ کې «اېشیا کپ» ته لاره پیدا کړي.

د دې سیالیو په دویم ګروپ کې بیا د افغانستان، بنګله‌دېش او سریلانکا کرېکټ لوبډلې شاملې دي چې د اګسټ په ۲۸ مه به یې تر ۱۳ لوبو وروسته اتله لوبډله په ډاګه شي.

ټاکل شوې‌وه دا سیالۍ د نوبت له‌مخې په هندوستان کې وشي؛ خو له پاکستان سره د هند سیاسي ستونزو له کبله به دا سیالۍ د عربي اماراتو په «دوبۍ او ابوظبي‌کرېکټ نړۍوال لوبغالي» کې وشي.

افغان کرېکټ ملي‌لوبډلې تر اوسه ۲ ځله په «اېشیا کپ» کرېکټ سیالیو کې ګډون کړی چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په‌خپل لومړي ګډون سره یوازې په ۵۰ اوریز ټورنمېنټ کې د بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه؛ خو په دویم ګډون یې په ۲۰۱۶ کال په ۲۰ اوریز ټورنمېنټ کې د عربي اماراتو پر وړاندې د بنګله‌دېش په کوربتوب سیالیو کې ماتې وخوړه او د یادو سیالیو مهم پړاو ته ونه رسېدله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام