افغانستان سبا د (ریو) المپیک سیالۍ په جودو لوبې پیلوي

ټاکل شوې ده، د ۲۰۱۶ کال برازیل په (ریو) المپیک سیالیو کې د افغانستان لوبغاړي د لومړي ځل له پاره د لوبې ډګر ته ووځي.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د سبا ورځې په سیالۍ کې به د افغانستان له پاره لومړی لوبغاړی توفیق بخشي په ۱۰۰ کیلو ګرامه وزن کې د (جودو) سیالۍ وکړي.

د سبا ورځې په سیالیو کې به توفیق بخشي خپله لومړۍ سیالۍ د پرتګالي لوبغاړي جورګ فانسیکا پر خلاف وکړي.

د دواړو لوبغاړیو محمد توفیق بخشي او پرتګالي جورګ ترمنځ د سبا نېټې سیالۍ به د افغانستان پر وخت د شپې ۱ بجه وشي.

په راغلي مهالوېش کې که افغان توفیق بخشي بریا ترلاسه کړي؛ نو د مډال ګټلو له پاره به د نړۍ په ۳۲ غوره لوبغاړیو کې ځای ترلاسه کړي او بیا به (پري کوارټرفاینل) پړاو ته د رسېدو له پاره د یوې بلې لوبې چانس وګټي.

د برازیل په روانو المپیک سیالیو کې د افغانستان له خوا دا ځل ۳ لوبغاړیو برخه اخیستې ده، چې په (وایلډ کارت) یا افتخاري توګه د ګډون اجازه ورکړل شوې ده.

د ریو په المپیک سیالیو کې به د افغانستان ۲ نور لوبغاړي کیمیا یوسفي او عبدالوهاب ظاهري په ځغاسته (اټلاټیک) سیالیو کې لوبې کړي.

د روانو المپیک سیالیو په دوام ۴ مه ورځ هم د امریکا په مخکیوالي سره پای ته ورسېده، چې د خپلو مډالونو شمېر یې ۲۶ ته ورسولو.

د المپیک سیالیو د تاریخ زیات مډال ګټونکي امریکایي لامبو وهونکي مایکل فیلیپس په څلورمه ورځ لوبو کې ۲ نور د سرو زرو مډالونه هم وګټل او دغه شمېر یې په روانو سیالیو کې درېیو ته ورسولو.

دغه راز لومړۍ شمېره ښځینه ټینس لوبغاړې سرینا ویلیمز بیا د ماتې په خوړلو سره په روانو المپیک سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شوه.

امریکا ته په جمناسټیک لوبو کې ۱۹ کلنې سمون بایلز هم د سروزرو مډال وګټلو، چې په نورو سیالیو کې چینایۍ شیو زیونګ هم په ۶۹ کیلو ګرامه وزن اوچتونه کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

دغه راز د هنګري له پاره په لامبو وهنه کې کاتینکا په روانو سیالیو کې درېیم د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او په دې سره یې هنګري هېواد په روانو المپیک سیالیو کې له اسټرالیا څخه وړاندې کړ او څلورم مقام ته یې ورسولو.

د تمانچې په مرسته نښه ویشتنه کې ۲۰ کلنې یونانۍ انا کوراکاکي خپلې المانۍ سیالۍ ته ماتې ورکړه او یونان ته یې په روانو المپيک سیالیو کې لومړی د سرو زرو مډال وګټلو.

د څلورمې ورځې تر پایه امریکا په ۲۶ مډالونو لومړی، چین په ۱۷ مډالونو سره دویم او هنګري بیا په ۶ مډالونو سره درېیم مقام خپل کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام