د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) له خوا د شل اوریزو لوبډلو نوې درجه بندي اعلان شوه، چې افغانستان په نهم مقام کې پاتې شو.
د اعلان شوې درجه بندۍ له مخې افغانستان بیا هم له ۲ ټېسټ لوبډلو بنګله دئش او زمبابوی څخه وړاندې دی.
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د لوبډلو نوې درجه بندي د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ د یواځېنۍ شل اوریزې لوبې پاې ته له رسېدلو سره سمه اعلان شوه.
په سیالۍ کې اسټرالیا ماتې وخوړه او په نړیوالې درجه بندۍ کې ترې دویم مقام پاکستان وګټلو.
په اعلان شوې درجه بندۍ کې د شل اوریز نړیوال جام اتله سریلانکايۍ کرکټ لوبډله په لومړي مقام کې راغلې ده، خو څو میاشتې وروسته به په هندوستان کې د خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.
همدارنګه د یو ورځنیو سیالیو په وروستۍ نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان د ټولو ټېسټ هېوادونو او دغه راز د یواځېنۍ دویمې درجې ایرلنډۍ لوبډلې څخه وروسته دی، چې د مقامونو له مخې په دولسم ځای کې راغلی دی.
دغه راز د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د یو ورځنیو سیالیو په غوره توپ وهنونکو کې ۴ افغان لوبغاړي اعلان شوي، چې سمیع الله شینواری په ۴۱ م، نبي عیسی خېل په ۶۶م، نوروز منګل په ۷۷م او اصغرستانکزی بیا د سلو غوره بیټسمینانو په ډله کې پر ۹۳م دغه مقامونو کې راغلی دی.
همدارنګه د دغه فارمټ په سلو غوره توپ اچوونکنو کې ۴ افغان لوبغاړي شامل دي، چې نبي عیسی خېل ۳۵ م، حمید حسن ۵۵ م، شاپورځدران ۵۶ م او میرویس اشرف ۶۶ م مقامونه خپل کړي دي.
دغه راز د شل اوریزو لوبو په سلو غوره بیټسمینانو کې ۶ بیټسمینان شامل دي، چی اوپنر شهزاد محمدي ۲۱م مقام ته ځان رسولی دی.
دغه راز سمیع الله شینوارې ۶۰ م، نوروز منګل ۶۶م، نجیب الله ځدران ۶۷م، نبي عیسی خېل ۶۸ م، اصغرستانکزي ۷۲ م او شفیق الله شفق ۱۰۰ م مقام ترلاسه کړی دی.
د شل اوریزو لوبو په سلو غوره بالرانو کې بیا نبي عیسی خېل ۲۲ م، شاپور ځدران ۳۲ م، سمیع الله شینواري ۳۳ م، دولت ځدران ۳۴ م، حمید حسن ۳۶ م او میرویس اشرف ۵۳ م مقام خپل کړی دی.