په پام کې ده، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۱۸ کال فوټسال اسیایي جام سیالیو ته د لارې موندنې په موخه د اسیا په غوراوي پړاو کې ګډون وکړي.
د فوټسال اسیایي ټاکنیز پړاو سیالیو لپاره لوبډلویش نن د اسیا فوتبال فدراسیون لهخوا اعلان شو، چې پهکې به افغان فوټسال ملي لوبډله له ایران او تاجکستان فوټسال ملي لوبډلو سره په (ب) ګروپ کې ولوبیږي.
پهدې غوراوي پړاو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د اسیا وچې ۲۲ هیوادونو فوټسال ملي لوبډلې برخه لري چې په ۶ ګروپونو کې به سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان د ګروپ ترڅنګ په دوېم ګروپ کې به جاپان، چاینیزټایپي، ماکو او منګولیا، په درېيم ګروپ کې چین، کوریا او هانګ کانګ، په څلورم ګروپ کې ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او نیپال، په پنځم ګروپ کې عراق، سعودي عربستان، عربي امارات او بحرین او په وروستي ګروپ کې قطر، لبنان، اردن او سوریه فوټسال ملي لوبډلې شاملې دي.
د اسیا فوټسال ټاکنیزپړاو سیالیو کې به لومړې د لویدیځي ، سویلي او مرکزي اسیا هیوادونو لوبډلې د روان کال اکتوبر میاشتې له ۱۳ مې څخه تر ۲۲ مې نیټې سیالۍ ترسره کړي.
تراوسه ددې ټاکنیزو سیالیو کوربه هیواد نهدی اعلان شو، خو د ختیځې او سویل ختیځې اسیا هیوادونه به د نوامبر له لومړۍ تر ۱۱ مې نیټې سیالۍ ترسره کړي.
تراوسه یواځې د سویل ختیځي اسیا غوراوي پړاو سیالیو لپاره ویتنام د کوربه هیواد په توګه اعلان شوی.
له ګډون کوونکو ۲۲ فوټسال ملي لوبډلو څخه به یواځی ۱۶ لوبډلې د ۲۰۱۸ کال اسیایي فوټسال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.
د غوراوي پړاو وروسته به د راتلونکي کال ۲۰۱۸ م کال ۱۵م پړاو اسیایي فوټسال جام سیالۍ د فیبرورۍ له ۶مې تر۱۸ مې نیټې په یوه اسیایي هیواد کې ترسره شي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله اوسمهال د فوټسال په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۰۵م مقام له ځان سره لري.