روانه اونۍ د سکي لوبې نړیوال فدراسیون ۵۰ م کانګریس د ۵ ورځو له پاره په مکسیکو هېواد کې وشو، چې افغانستان په کې د دې فدراسیون نوی غړی اعلان شو.
افغانستان ته د رایو په اکثریت سره د ۵ نورو هېوادونو ترڅنګ د دویمې درجې غړیتوب ورکړل شو؛ خو هانګ کانګ او مکسیکو بیا د یاد فدراسیون بشپړ غړي اعلان شول.
د سکي نړیوال فدراسیون د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې ۵ ورځنۍ کلنۍ غونډه کې د افغانستان ترڅنګ یوګانډا، نایجیریا، ټونګا، ایکواډور او کوسوا هېوادونه هم د دې فدراسیون د دویمې درجې غړیو په توګه اعلان شول.
د سکي نړیوال فدراسیون په سترې کلنۍ غونډه کې ۹۰۰ کسانو برخه اخیستې وه، چې د سکي لوبې د پرمختګ په موخه په کې ټولټال ۱۰۰ رسمي ناستې وشوې.
د سکي نړیوال فدراسیون مرکزي دفتر د اروپا په سویس هېواد کې موقیعت لري، چې اوسمهال په کې د ۱۱۸ هېوادونو سکي فدراسیونونه غړیتوب لري.
افغانستان د یو غرني هېواد په توګه د سکي لوبې له پاره په ژمي موسم کې مناسب هېواد ګڼل کېږي؛ خو د یادې لوبې د پرمختګ له پاره تر اوسه ډېر کار نه دی شوی.
هر کال د افغانستان په مرکزي بامیان ولایت کې له ۲۰۱۱ کال راهیسي د سکي لوبې لسګونه کورني او بهرني لوبغاړي راټولېږي او دغه لوبه کوي.
روان کال هم د (سکي چیلینج کپ) سیالۍ د بامیانو سکي فدراسیون له خوا له واورو څخه ډک په (کوه بابا غره) کې وشوې، چې لسګونو لوبغاړیو په کې برخه اخیستی وه.
د افغانستان سکي فدراسیون وایي، چې د دوی موخه په افغانستان کې سکي لوبې ته وده ورکول دي، چې له مخې یې نړیوالو سکي سیالیو ته د افغان لوبغاړیو تیارول دي.
فدراسیون زیاتوي، چې دوی د سکي لوبې په واسطه د افغانستان ټوریزم ته وده ورکوي، چې له دې سره به د سیمې اقتصاد پیاوړی شي.