افغانستان د دویمه درجه کرکټ هېوادونو اتلولۍ ګتلو په پار سیالۍ کوي

ټاکل شوې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د دویمه درجه کرکټ ملي لوبډلو په ټورنامنټ سیالیو کې ګډونه وکړي.

د کرېک انفو وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه ټورنامنټ به د راتلونکي ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې د عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شي.

دغه ټورنامنټ به د جنورۍ میاشتې له ۶ تر۲۰ مې نېټې د عربي اماراتو په نړیواله کرکټ اکاډمۍ لوبغالي کې ترسره شي.

په دې سیالیو کې به د افغانستان ترڅنګ د پي این جي، ایرلینډ، سکاټلینډ، هالینډ، هانګ کانګ، عمان او کوربه عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې برخه ولري.

کرېک انفو ته یوې سرچینې ویلي، چې په دغه ټورنامنټ کې بنګله دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو تراوسه یې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.

اعلان شوې ۸ واړه لوبډلې د هندوستان په کوربتوب د ۲۰۱۶ کال په ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې لوبېدلي او د ۲۰ اوریزه کرکټ لوبو امتیاز له ځان سره لري.

که څه هم تراوسه د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ کال د۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو د ترسره کېدو خبر نه دی ورکړی، خو یوې سرچینې ویلي، د دغه ټورنامنټ ترسره کېدل د دې قوي نښه ده؛ چې ښایي۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د مخکې پرېکړې له مخې ۴ کاله وروسته نه، بلکې د پخوا په څېر هر ۲ کاله وروسته ترسره شي.

د دویمه درجه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه ټورنامنټ به ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام ته د زونونو ترمنځ د ټاکنیز پړاو  ټورنامنټونو څخه په جلا توګه ترسره شي.

د هندوستان په کوربتوب د روان کال له ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو وروسته افغانستان تراوسه کومه نړیواله ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ نه ده کړې، خو له دغه ټورنامنټ مخکې یې راتلونکې میاشت د عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې سره د ۳ نړیوالو ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

اوسمهال افغانستان له وړاندې د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې د دویمه درجه هېوادونو په ډله کې لومړی او په ټولیزه توګه له یوازینۍ ټیسټ لوبډلې زمبابوې وړاندې ۹ مقام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام