د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی ـ چې هرات ته د څو کرنیزو پروژو پرانستې لهپاره تللی ـ هېواد په ځانګړي ډول دې ولایت ته د بېکیفیته ايراني زعفرانو د واردېدلو په اړه خبرداری ورکوي.
نوموړی وايي، افغانستان ته په قاچاقي ډول د ايراني زعفرانو واردېدل او د هراتي هغو په نوم بازار ته وړاندې کېدل به د صاداراتو په برخه کې د هېواد اقتصاد ته سخت زیان واړوي او حکومت باید د دې کار مخنیوی وکړي.
ښاغلی رحیمي وايي، که دا واردات همداسې دوام وکړي؛ په نړۍوالو بازارونو کې به د افغانزعفرانو شته باور زیانمن کړي.
د هرات والي محمدآصف رحیمي هم دې ولایت ته د ایراني زعفرانو واردېدل مني او وايي د ګاونډیو هېوادونو زعفران د هرات زعفرانو د بیو ټيټوالي لامل شويدي. د نوموړي په وینا، سرحدي پولیسو ته یې لارښوونه کړې چې د یادو زعفرانو د واردېدلو مخه ونیسي.
بلهخوا په هرات کې د زعفرانو کاروباریان هم پهدې اړه اندېښنه ښيي او له حکومته غواړي چې هېواد ته له بهرنیو هېوادونو د واردېدونکیو زعفرانو مخه ونیسي.