افغانستان به ډیر ژر په عربي اماراتو کی د زمبابوې کوربتوب وکړي

د "نیوزډي" په نوم یوې ویبپاڼې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روانې میاشتې نړیوالو کرکټ سیالیو د ترسره کیدو خبر ورکړی.

خبرپاڼه لیکي چې ښایي افغان کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت په عربي اماراتو کې په ځوابي سفر د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د احتمالي سیالیو مهالویش د روانې ډیسمبر میاشتې ۲۲ مه نیټه اعلان شوی، خو تراوسه په رسمي توګه د افغانستان او یا هم زمبابوی کرکټ بورډ له خوا تایید شوی نه دی.

د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډلې د پنځه، پنځوس اوریزه او ۲ شل اوریزه لوبو له پاره زمبابوې ته سفر وکړ، چې په کې افغان کرکټ ملي لوبډلې په زړه پوری او تاریخې لوبې ترسره کړې او په دواړو (سیریزونو) کې یې اتلولۍ وګټلې.

د نیوزډي ویبپاڼې دا خبر وروسته له هغې ورکړې، چې افغانستان کرکټ بورډ روانه میاشت د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره د عربي اماراتو په کوربتوب د سیالیو ژمنه ورکړې وه او هم د زمبابوې کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت د عربي اماراتو له لارې د ۲ ټیسټ سیالیو له پاره بنګله دیش ته سفر هم لري.

زمبابوې روان کال د خپل کرکټ تاریخ ترټولو مصروفه مهالویش درلود، چې د افغانستان د کوربتوب ترڅنګ یې په خپل هیواد کې له پاکستان، نیوزیلینډ، ایرلینډ او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړې، خو له بدترینه ماتو سره مخ شوه.

ویل کیږي، چې د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې روزونکې اسټرالوې ډیف واټمور اوسمهال په رخصتیو بوخت دی، چې د ډیسمبر په ۵ مه نیټه به زمبابوې ته ستون شي او ښایي د روانې میاشتې په ۱۵ مه نیټه به د افغانستان خلاف سیالیو ته د خپلې لوبډلې په تیاریو کار پیل کړي.

د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله هم د عربي اماراتو په سفر کې د پي، این، جي عمان او هانګ کانګ خلاف لوبو وروسته لاهم په عربي اماراتو کې د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب ته په خپلو تیاریو بوخته ده او هیواد ته نه ده راستنه شوې.

که څه هم د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د څوو میاشتو وړاندې تاریخي سیریزونه د نړیوالو تلویزونو له خوا په ژوندۍ بڼه کرکټ مینه والو ته خپاره نه شول، خو کرکټ بورډ وړاندې له افغان کرکټ ملي لوبډلې مینه والو سره ژمنه کړی وه، چې د افغانستان په کوربتوب په عربي اماراتو کی له زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره به کیدونکي سیالۍ د نړیوالو تلویزیونونو په پردو په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

افغان کرکټ بورډ دا هم اندیښنه ښودلې که د افغان لوبغاړو له پاره د عربي اماراتو دویزو ستونزه هواره نه شي، نو ښایي د عربي اماراتو په ځای په هندوستان کې د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي، خو تراوسه یې په اړه پریکړه نه ده شوې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام