د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې یې د ګوزڼ واکسین د تطبیق لړۍ بیا پیل کړې ده. دغه سازمان ویلي چې په یادو هېوادونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله ۵۰ میلیونه ماشومان د دغه واکسین له نعمته بېبرخې شوي وو.
یونیسف زیاته کړې، د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین د تطبیق لړۍ یې د افغانستان په درې ولایتونو کې پیل کړې او په بله دوره کې چې په روانه میلادي میاشت کې به پیل شي، نږدې نیم هېواد تر پوښښ لاندې ونیسي.
خبرپاڼې په سوېلي اسیا کې د یونیسف ادارې د سیمهيیز رییس جین ګوف له خولې لیکلي: «د ژوند ژغورلو واکسینونه ډېر مهم دي. نړیوال ښه پوهېږي چې دغه ویروس پوله نه پېژني. تر هغې چې ټول ماشومان ترې ونه ساتل شي، هېڅ ماشوم به ترې خوندي پاتې نه شي.»
په افغانستان او پاکستان کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره سم د ګوزڼ واکسین په ګډون، د ماشومانو واکسیناسیون ځنډېدلی و.
یونیسف ویلي چې په دې موده کې د ګوزڼ ۳۴ مثبتې پېښې په افغانستان او ۶۳ هم په پاکستان کې ثبت شوې دي. خبرپاڼې زیاته کړې، د ګوزڼ ناروغۍ یوشمېر پېښې په هغو سیمو کې هم ثبت شوي چې مخکې پهکې نه وې.
خبرپاڼه وايي چې د افغانستان په ځینو برخو کې کور په کور واکسینول ناشونی برېښي او ښايي یو میلیون ماشومان له دغه واکسینه بېبرخې شي. دغه سازمان له کورنیو غوښتي چې د واکسین د تطبیق لپاره خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته ورولي.
یونیسف ژمنتیا ښودلې چې له اړوندو هېوادونو، د روغتیا نړیوال سازمان او یوشمېر نورو سازمانونو سره په ګډې همکارۍ ماشومانو ته لاسرسی پیدا کړو.
د یونیسف سیمهییز رییس ویلي چې «دغې ادارې د کورونا ویروس د خپرېدو پر مهال نوي خنډونه تجربه کړل. د دې ساري ناروغۍ د له منځه وړلو پروګرامونه به بیا پیل شي او هر څه په بشپړ ډول زموږ په واک کې دي.»
دغه سازمان ویلي، په پاکستان کې د واکسین تطبیقولو لړۍ په ځنډېدو سره یاده ناروغي د دغه هېواد په نورو سیمو کې هم خپره شوې ده.
ګوزڼ په بشپړه توګه یوه ساري، فلجوونکې او په ځینو مواردو کې وژونکې ناروغي ده او یوازې واکسین کولای شي چې مخه یې ونیسي. دغه ویروس د نورو په پرتله له پنځو کلونو پر کمعمره ماشومانو ډېر اغېز کوي.