اعتراض کوونکي: د هرات ولایتي شورا رییس بېګنا دی

د هرات ولایتي شورا رییس کامران علیزايي لسګونو پلویانو د ولایت مقام او اسلام کلا ښارګوټي مخې ته په لاریون راوتلي وو.

یو شمېر لاریونوالو درنې او سپکې وسلې له ځانه سره لرلې د څوو ساعتونو له‌پاره یې د هرات ـ اسلام کلا لویه لار د ترافیکو په مخ تړلې وه.

اعتراض کوونکي وايي، د هرات ولایتي شورا رییس کامران علیزايي محاکمه کول د حکومت له لوري نوموړي ته جوړه شوې دسیسه ده. لاریونوال خبرداری ورکوي که غوښتنې یې ونه منل شي د هرات ـ کندهار لویه لار به د ترافیکو پرمخ وتړي.

دوی له حکومت او سترې محکمې غوښتل، د قانون په رڼا کې دې د علیزايي دوسیه حل کړي.

اعتراض کوونکي ټینګار کوي غوښتنې یې مشروع دی او د خپلو حقونو او امنیت ټینګښت له‌پاره یې لاریون کړی دی.

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزايي هم د خپلو ملاتړو په ډله کې موجود و حکومت یې په زور زیاتې تورن کړ.

کامران وویل، په مرکز کې داسې کسان دي، چې په هرات کې د ده په پیاوړي شتون کې خپلې ګټې په خطر کې ویني او د نوموړي د ګوښه کولو هڅه کوي.

نوموړي خبردارې ورکړ له دې ورسته د حکومت نیمګړتیاوو په وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او د ناامنیو لاملونو، حکومتي چارواکو له نیمګړتیاوو او له نورو بې‌غوریو به پرده پورته کړي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد لاریون د خلکو قانوني حق بولي او وایي، د لاریون کوونکو غوښتنې به مرکزي حکومت ته ورسوي.

هڅه مو وکړه، د لاریون کوونکو د غوښتنو په اړه د سترې محکمې نظر هم واخلو، خو د سترې محکمې ویاند په دې اړه خبرو ته حاضر نه شو.

تېره اوونۍ عدلي او قضایي مرکز د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزايي د وظفیوي صلاحیتونو څخه د ناوړه ګټې اخیستو په تور په دوه کاله او ۶ میاشتو بند محکوم کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام