اعتراض‌کوونکیو د تخار د ماورای کوکچه د ۳ولسوالیو لار وتړله

د تخار د خواجه‌بهاوالدین ولسوالۍ د شورتوغې اوسېدونکي، په ځانګړي ډول هغو کسانو چې د سېلابونو له امله زیانمن شوي؛ نن تخار ته د خواجه‌بهاوالدین ولسوالۍ لاره د ترافیکو پرمخ وتړله.

دې اعتراض‌کوونکیو د دې لاریون علت د حکومت بې‌پامي ګڼي. خو کله چې د ملي اردو ځواکونه له خواجه‌بهاوالدین ولسوالۍ نه د تخار مرکز ته په حرکت وو او هغوی ته د تېرېدلو اجازه ورنه‌کړل شوه؛ اعتراض په تاوتریخوالي واوښت او د ډزو په پایلو کې ۴ لاریونوال ټپيان شول. له‌دې پېښې سره د اعتراض‌کوونکیو شمېر ډېر شو او د دوی اعتراض د پرلت خېمې په درولو سره پای ته ورسېد.

د دې اعتراض‌کوونکیو دوه تنه ګډونوال باسط او ذبیح‌الله وايي، د سېلابونو او طبیعي پېښو د زیان او زیانمن شویو د وګړیو په اړه د حکومت بې‌پامي ناهیلې کوونکې ده.

د تخار د والي ویاند سنت تیموري سلام وطندار سره په خبرو کې د اعتراض‌کوونکیو غوښتنې په حق بولي او وايي، د حکومت له لوري یو پلاوی لېږل شوی چې له خلکو سره کېني او د هغوی غوښتنې واوري.

د دې اعتراض‌کوونکیو د شمېر له ډېروالي یوه بله غوښتنه هم د د ماورای کوکچه واټ پخول وو. پر دې سربېره دوی د والي د ویاند ادعا هم ردوي او وايي، تر اوسه د حکومت له لوري هېڅ پلاوی نه‌دی ورلېږل شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام