ارګ: ټولو افغانانو ته د ولسمشر د روغتيا ډاډ ورکوو

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو معالجو ډاکټرانو له سلا مشورو وروسته له هېواد بهر د درمنلې له پاره تللی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستيال سېد ظفر هاشمي سلام وطندار ته په خبرو کې وویل، چې ډېر ژر به ولسمشر غني هېواد ته راستون شي.

هاشمي وايې، چې غني روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او یواځې دې په تمه ده، د معالجو ډاکترانو له لوري ورته د تللو اجازه ورکړل شي.

خو له بل لوري یو شمېر د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې په هېواد کې سیاسي بدلونونو بهیر زیات شوی او هره شېبه د جدي پرېکړې اړتیا ليدل کيږي.

په دې اړه د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو رییس دکتور عبدالقیوم سجادي وايي، چې د هېواد په دې اساسو شرایطو کې د ولسمشر موجودیت خورا اړینه ده.

اخوا بیا د سياسي او حقوقي چارو شنونکی لطیف نظري سلام وطندار ته وویل، چې د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د ولسمشر نه موجویت د هېواد په سیاسي او امنیتي حالت اغیزمنولی شي.

دی وايي، چې د ولسمشر تشه د حکومت په سیاسي، امنیتي جوړښت کې بې نظمي رامنځته کوي.

له دې وړاندې د ولسمشر د صحت په باب په ټولنيز رسنيو کې بېلابېلو اوازې وې، چې دغه اوازې ان د عامو وګړو کې هم خوله په خوله کېدې.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمي پاڼه کې د المان په یو روغتون کې د ولسمشر د عکس له خپرېدو او د ولسمشر د ویاند له خبرو داسې ښکاري، چې د محمد اشرف غني احمدزي روغتيا د ډاډ وړ دی.

ولسمشر د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د درېیو ځواکونو په راس کې قرار لري، چې د افغانستان د عالی سرقومنداني مقام يې په اوسنيو جنګي شرایطو کې خورا اړين برېښي.

د ده نه موجودیت کېدی شي، چې د هېواد د ځينو سيمو په امنيت کې هم منفي اغیز وکړي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام