ارګ: قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ ناسته یواځې شایعه ده

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند اجمل عبید عابدي سلام وطندار ته ددې خبرو د پېل رد داسې مهال کوي، چې نن نړیوالو معتبرو رسنيو په خپلو راپورونو کې خبر ورکړ، چې په قطر کې د امریکايي چارواکو او افغان طالب استازو ترمنځ د مخامخ خبرو لومړی پړاو نن او دویم پړاو به یې سبا ترسره شي.

عابدي سلام وطندار ته وویل، چې نړیوالو له افغان ولسمشر سره هوکړه کړې چې د سولې د هر ډول خبرو مشري به دافغان حکومت په لاس کې وي او په دې برخه کې به دافغانستان خپلواکۍ ته درناوی کوي.

د الجزيرې په نوم نړېوالې رسنۍ ليکلي؛ طالبانو په قطر کې خپلې خبرې اترې نن پنجشنبه، چې د ۲۰۱۵ کال  د فبرورۍ میاشتۍ له ۱۹ سره برابريږي د امريکايي چارواکو سره شروع کړي.

په همدې حال کې د پاکستان يو لوړپوړي پوځي چارواکي ويلي، چې طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته غاړه ايښې.

د بريټانیا رويټرز خبري اژانس له اسلام اباده په خپل راپور کې ليکلي؛ طالبانو پاکستاني لوړ پوړو مقاماتو ته ويلي، دوی چمتو دي، چې د افغان حکومت سره د خبرو اترو ميز ته کښيني.

دغه خبري اژانس د پاکستاني مقاماتو په لاس، د طالبانو له اړخه د سولې خبرو اترو پېغام ليږل، د افغان طالبانو د يوې کره سرچينې له لوري هم تایید کړی.

د پاکستان لوی درستيز راحیل شریف ته نژدې پاکستاني لوړ پوړي پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط  رسنيو ته ويلي؛ د پاکستان د پوځ مشر په خپل څلورم سفر کې، چې تېره ورځ کابل ته راغلی و، د ولسمشر اشرف غني سره په ناسته کې هيله څرګنده کړې، چې طالبان به په راتلونکي مارچ میاشت کې د خبرو اترو پروسه پېل کړي.

په مارچ کې د افغان طالبانو سره دناستې دخبر په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ له څه ویلو ډډه کوي.

د پاکستان لوی درستيز ته نژدې سرچينې زياته کړې، چې دا خبرې اترې اوس مهال په لومړي پړاو کې دي، خو دواړه خواوې خبرو اترو ته لېواله دي.

په همدې حال کې د طالبانو د جیش المسلين ډلې مشر اکبر اغا وايي، چې که طالبان د افغانستان په قدرت کې عملا شريک نه شي، نو خبرو  اترو ته د دوی غوښتل بې ګټې دي.

اکبراغا سلام وطندار سره دخبرو پر مهال له طالبانو وغوښتل، چې د سولې دغو خبرو اترو ته غاړه کيږدي.

خو د امنيتي چارو کارپوه جاويد کوهستانی بیا وايي، دخبرو اترو په دغه پروسه کې دطالبانو هغه مشرانو ته برخه نه ده ورکړل شوې، چې په افغانستان کې په جګړیز ماموریت بوخت دي.

کوهستانی وايي، که پاکستان په ريښتیا د سولې له پروسې سره همکاري کوي نو بیا دې د سید طیب اغا پرځای؛ ملا اختر محمد منصور، مولوي ترابي، ملا حسن رحماني، مولوي کبیر، مولوي بلوڅ… رامخته کړي او د قطر پر ځای یا د افغانستان دننه یا په پاکستان کې د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

خو اوس اټکل داسې کيږي، چې د ولسمشراشرف غني له هغه وینا څخه، چې ویلي یې و «افغانان به نږدې ورځو کې ښه خبرونه واوري.» هدف همدا په قطر کې د طالبانو سره دخبرو اترو د پېل موضوع وه، چې اوس ترې پاکستاني پوځي چارواکو پرده پورته کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام