ټاکل شوې د را روانې سېشنبې په ورځ د کب په شلمه د سولې په اړه بینالاافغاني خبرې پیل شي چې ارګ او اجراییه ریاست دواړه وايي، د دغو خبرو لپاره یې ټولشموله پلاوی چمتو کړی دی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود سلاموطندار ته وويل، طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د دوی پلاوی به د کب په شلمه نېټه چمتو وي او په ټاکل شوې نېټه به د سولې خبرو کې ګډون وکړي.
محمود سره له دې چې د حوت له شلمې وړاندې د دغه پلاوي د غړيو د نومونو په اړه څه نه وايي، خو په وینا یې د ياد پلاوي واکونه به محدود وي او پرېکړه به هم نهشي کولی.
نوموړی زیاتوي چې د افغان حکومت پلاوی به د اساسي قانون په مطابق د سولې خبرو کې د نظام او افغانانو له حقونو دفاع کوي.
په ورته وخت کې اجراييه رياست کې يوه سرچينه سره له دې چې وايي، د سولې پلاوي په اړه ارګ ورسره تراوسه مشوره نه ده کړې خو زیاتوي چې د ثبات او همپالنی ټیم په همږغۍ یې د یوه پلاوي لېست جوړ کړی دی.
سرچينه ډاډ ورکوي چې د حکومت په استازیتوب به یو مذاکراتي پلاوی بینالافغاني خبرو کې ګډون وکړي؛ خو د پلاوي د غړيو په اړه جزییات نه ورکوي.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر محمدا شرف غني تېره ورځ د ملي شورا د ۱۷ تقنیني دورې د دويم کال پرانیستغونډه کې له دواړو جرګو وغوښتل چې تر یوې ورځې پورې دې جنسیتي مشارکت ته په کتو د سولې مذاکراتو لپاره ۵ تنه له ولسي جرګې او دوه هم له مشرانو جرګې ورمعرفي کړي.
دا داسې مهال دی چې طالبانو سره د بینالاافغاني خبرو ځای لاهم رسمأ نه دی اعلان شوی او د طالبانو له خوا د بینالافغاني خبرو له پیل وړاندې د حکومت له خوا د طالب زندانیانو خوشې کولو موضوع هم پر ځای پاتې ده.