د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د مرکزي اسیا فوټبال زون اتلې د افغانستان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو او مسوولینو سره په سپیدار ماڼۍ کې ولېدل.
اجرایوي مشر عبدالله یاده لوبډله د تاجکیستان په کوربتوب په وروستۍ سترې اتلولۍ سره وستایله او د لوبډلې سره یې د بشپړې همکارۍ ټټر وواهه.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په کمو امکاناتو افغانانو ته خوشحالۍ ورکړې او د ۵ هېوادونو په ډله کې یې افغانستان اتلولۍ ته ورسولو.
په دې لیدنه کې د فوټبال فدراسیون تخنیکي مرستیال پخواني روزونکي یوسف کارګر او د اتلې لوبډلې د روزونکي ډلې ترڅنګ د یاد فدراسیون نور لوړ پوري چارواکي هم مل وو.
عبدالله د فوټبال فدراسیون د بنیادي مالي ستونزو تر حل پورې یې ژمنه وکړه، چې د افغانستان ۱۵ کلنې اتلې فوټبال لوبډلې د سیالیو لګښت به اجرایه ریاست په غاړه واخلي.
اجرایوي رییس ته یو شمېر لوبغاړو د بهرنیو لوبو پرمهال د هېواد په ښوونځیو کې د دوی د مشکلاتو په اړه هم معلومات ورکړل، چې ډاکټر عبدالله یې د حل کولو ژمنه وکړه.
کارګر له اجرایوي رییس وغوښتل په فوټبال فدراسیون کې د ولسي جرګې د غړو او سیاسي ډلو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.