د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر وايي چې د ۵ زره طالب بندیانو له ډلې ۴ زره او ۴۰۰ یې خوشې شوي دي.
نوموړي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د دې ډلې ۶۰۰ نور بندیان «جدي ستونزې» لري چې هېڅ قانون یې د خوشې کېدو اجازه نه ورکوي.
د نوموړي په وینا، حکومت له طالبانو غوښتي چې د دغو ۶۰۰ کسانو پر ځای د نورو هغو نوملړ ورته وسپاري.
هغه وايي، ۶۰۰ نور بندیان به د طالبانو له لوري حکومت ته د نوملړ له سپارلو وروسته خوشې شي او طالبان باید بینالافغاني خبرو اترو د پیل لپاره خپل ښه نیت وښيي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې ۱۲ اروپايي او سیمهییزو هېوادونو د سولې خبرو اترو د کوربهتوب لپاره تیاری ښودلی دی.
المان، ناروې، ایران، پاکستان، روسیې، چین، ترکیې، ترکمنستان، قزاقستان، قطر، اندونیزیا او جاپان هغه هېوادونه دي چې د سولې خبرو اترو د کوربهتوب لپاره چمتووالی ښودلی دی.
اتمر وايي، ټاکل شوې د بندیانو له تبادلې وروسته د سولې بینالافغاني خبرې اترې په قطر کې پیل شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک له مخې، باید ۵ زره طالب بندیان د حکومت له بندخونو خوشې شي. دغه راز طالبان هم باید د دولت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کړي چې دې ډلې تر اوسه یوازې ۸۰۰ هغه خوشې کړي دي.