Asset 1SWN

سلام وطندار

سېلاب‌ځپلي: ژمي لپاره څه نه‌لرو؛ سېف‌‌ده‌چلډرن: هېوادونه دې همکاري وکړي

00900

د ماشومانو د ژغورنې صندوق یا Save the children مسوولان وايي، افغانستان کې د روان کال سېلاب‌ځپلو کورنیو ته د ژمنیو مرستو رسولو لپاره، د ۴.۲ میلیونه ډالرو بودیجې کمښت سره مخ دي.

دغه صندوق پر اېکسپاڼه یوه تصویري پیغام کې ویلي، افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۸ زره کورنۍ په ځانګړې توګه زیانمن ماشومان را روان ژمي کې نغدي مرستو، روغتیايي او ښوونیزو خدماتو ته اړتیا لري، خو دوی دامهال یوازې ۶ زره کورنیو سره چې ۲۰زره ماشومان په کې شاملیږي، مرستې کولی شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق د انسان دوستانه چارو مدیره چارتي لوکایا په دې اړه ویلي:

«دامهال یوازې ۶زره کورنیو ته د ژمنیو کېټونو رسول مو هدف دي چې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان په کې شاملیږي. مونږ له نورو هېوادونو غواړو چې دې برخه کې راسره همکاري وکړي، ترڅو کورنۍ سوړ ژمي کې امکاناتو ته لاسرسی ولري.»

د ماشومانو د ژغورنې صندوق همدارنګه ټینګار کړی چې د دوی د ارزونو پر اساس، مرسته‌کوونکي بنسټونه د افغانستان په سطحه ژمنیو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره، یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

دې سره، د روان کال سېلابونو له امله یوشمېر ولایتونو کې زیانمنې شوې کورنۍ خپل بد اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي او وايي، تراوسه یې د ژمي لپاره هېڅ ډول چمتوالی نه دی نیولی.

د بدخشان اوسېدونکي احمد تواب وویل: «کوم سېلابونه چې سږکال راغلي، خلکو ته یې، ډېر زیانونه اړولي دي؛ ځمکې یې، خرابې کړي او ژمي ته سرپناه هم نه‌لرو، ژوند سخت شوی او دولس کسیزه کورنۍ لرم، مرستې تراوسه نه‌‌دي رارسېدلي، له بنسټونو غواړو چې مرستې راسره وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بغلان د کرکر سیمې اوسېدونکي سلیم وویل: «کور او ټول شته مې له لاسه ورکړي، سېلابونو هر څه راڅخه واخیستل او اوس کرایه کور کې ژوند کوم؛ خراب وضعیت کې یم، اقتصاد صفر لاندې دی. ژمي لپاره څه نه‌لرم.»

تر دې وړاندې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم را روان ژمي کې د بېوزله کورنیو وضعیت څخه اندېښنه ښوولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام