طالبانو په ۱۳۹۹ کال کې نږدې ۲ زره ملکیان وژلي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو د ۱۳۹۹ کال په اوږدو کې نږدې ۲ زره ملکیان وژلي او ۴ زره او ۱۷۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي چې یاد شمېر ملکیان د طالبانو په ۹۲ ځانمرګو بریدونو، ۲ زره او ۱۷۴ ماین چاودنو او له ۵۰۰ په ډېرو هدفي ترورونو کې وژل شوي او ټپیان دي.