د روغتیا وزارت: هېواد کې د کورونا «اومېکرون» بڼې پېښې کمې شوي د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د روان میلادي کال د لومړیو دوو میاشتو په پرتله په تېره میاشت کې په ټول هېواد کې د کورونا «اومېکرون» بڼې پېښې راکمې شوې دي.