لوګر کې د سنځل ګل دودیزه مشاعره جوړه شوه

د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د سنځل ګل دودېزې مشاعره کې د لوګر ولایت د لسګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینوالو په ګډون سیمه ییزو چارواکو هم ګډون کړی وو.
شاعرانو او لیکوالانو د شعر او کلتور په ژبه د سولې او ورورلۍ شعرونه زمزمه کړل او د جګړې له دواړو لورو یې وغوښتل چې په هېواد کې نوره جګړه بس کړي، سولې او دایمي اوربند ته کار وکړي.