ننګرهار؛ د پاکستان ویزې نوبت اخیستو لپاره ګڼه‌ګوڼه کې ۱۱ مېرمنې مړې شوي

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د پاکستان کونسلګرۍ کې ویزو پسې ورغلې ۱۱ مېرمنې د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له کبله مړې شوي او ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وايي، دغه شمېر مړي او ټپيان د چهارشنبې په سهار جلال‌اباد حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

کابل کې يو شمېر کسانو د پاکستان سفارت مخکې د ويزو ترلاسه کولو لپاره اعتراض وکړ

په کابل کې سلګونو کسانو د پاکستان د ويزو ترلاسه کولو لپاره د دوی سفارت مخکې اعتراض وکړ او ويې غوښتل چې دوی ته ويزې ورکړي. معترضانو د پاکستان د ويزو د ورکړې چې په ځنډ سره ورکول کېږي شکايت وکړ او ويې ويل، ډېرې ورځې په تمه کېږي چې د پاکستان ويزه ترلاسه کړي؛ خو نه بريالي کېږي.