د کندوز يو شمېر دولتي ادارې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي له قانونه بشپړ معلومات نه‌لري

په کندوز کې يو شمېر خبريالان وايي، سره له دې چې څو کاله کېږي معلوماتو ته د لاس‌رسي قانون تصویب او توشيح شوی؛ خو لا هم دا قانون د دې ولایت په يو شمېر دولتي ادارو کې نه دی بنسټيز شوی. د دوی په وینا، حکومت باید د کندوز ټولې دولتي ادارې اړې کړي چې د ياد قانون په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي او له رسنیو سره همکاري وکړي.

دغه خبريالان وايي، د قانون پر بنسټ ټولې دولتي او نادولتي ادارې اړې دي چې خبريالانو او هېوادوالو ته اطلاعات ورکړي او ټول هېوادوال او په ځانګړې توګه خبريالان بايد په ازادانه توګه اطلاعاتو ته لاس‌رسی پيدا کړي.