د سلام‌وطندار موندنې؛ د غور حکومتي مامورین له ځمکوالو باج اخلي

سلام‌وطندار ته داسې سندونه رسېدلي چې ښیي د غور ولایت د محکمې، د ځمکو ادارې او عدلیې ریاست مسوولان د ۲۷ جریبه ځمکې له خاوندانو نه د باج اخیستو په موخه هڅه کوي چې یادې ځمکې د دولتي ځمکو په کتار کې راولي. د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې شاوخوا ۷۰۰ کورنیو پر یادو ځمکو کورونه جوړ کړي او په‌کې اوسېږي.