د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو او د هرات هوايي ډګر طالبانو ته پرېښودل شول

د هرات د ولایتي شورا غړی غلام‌حبیب هاشمي وايي، د ملاحیدر په مشري د طالبانو استازو نن له غرمې مخکې په ۲۰۷ ظفر قول‌اردو کې د کورنیو چارو وزارت له امنیتي معین، محمداسماعیل خان، د هرات والي او نورو چارواکو سره غونډه جوړه کړې ده. هاشمي وايي، یاده ناسته د هرات د ولایتي شورا رییس کامران عليزي په منځګړتوب جوړه شوې وه.

د فراه والي او ښاروال له ۱۰۰ سرتېرو او پاڅونوالو سره طالبانو ته تسلیم شوي

په ولسي جرګه کې د فراه استازي همایون شهیدزاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت والي مسعود بختور او ښاروال بېګاه له شاوخوا ۱۰۰ سرتېرو او ولسي پاڅونوالو سره طالبانو ته تسلیم شوي او ورسره هم‌مهاله د ملي اردو دویمه لوا چې له دوو ورځو راهیسې کلابنده وه، د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

ولسي جرګه: صالح له سند پرته د چا د ګواښلو حق نه لري

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یو‌شمېر وکیلانو د ولسمشر د نوموړي مرستیال امرالله صالح له لوري په دغه جرګه کې د بادغیس د خلکو د استازي امیرشاه نایب‌زاده په مرګ ګواښل ناقانونه کړنه وبلله. وکیلانو له صالح غوښتنه وکړه که د خپلې ادعا په اړه اسناد لري، عدلي ارګانونو ته دې وسپاري، څو هغوی په دې اړه پرېکړه و کړي.