کندهار کې د یوې اووه‌لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی

په کندهار کې یوې ځایي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د یوې اووه‌لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی.
دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، دغه مړی د کندهار د میوند ولسوالي په حوض‌ مدد دښته کې موندل شوی دی.

د ا.ا او پاکستاني ځواکونه په سپین‌بولدک کې بیا سره نښتي

د ا.ا او پاکستاني ځواکونه د کندهار د سپین‌بولدک اړوند د ډیورنډ پر فرضي کرښې بیا سره نښتي دي.
کندهار کې يوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده نښته د شېرو اوبو سیمه کې پر فرضي کرښې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ا.ا پر ځواکونو داسې مهال ډزې شوي چې افغان لوري په سیمه کې پوستې جوړولې.

کندهار کې یوه ۱۶ کلن هلک ځان را ځړولی

د کندهار د والي ویاند حاجي زید سلام‌وطندار ته ویلي چي یوه ۱۶ کلن هلک د دغه ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د خوشکیار کرنیز مارکېټ په دویم پوړ کې ځان را ځړولی او وژلی دی.

د سپین‌بولدک-چمن لار پرانېستل شوه

د کندهار د سپین‌بولدک-چمن لار چې له یوې اوونۍ راهیسې تړل شوې وه، نن بېرته پرانېستل شوه. تېره اوونۍ دغه لاره وروسته له هغې وتړل شوه چې پر ډیورنډ کرښه د سپین‌بولدک-چمن دروازه کې یوه ناپېژنده وسله‌وال یو پاکستانی سرتېری وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل. دغه دروازه د پاکستان له لوري تړل شوې وه. تراوسه په رسمي توګه د دغه برید لامل نه دی معلوم.

روسیې ته د کندهار ۲۰ ټنه انار صادر شول

د افغان کارټ دولتي شرکت له ۳۰ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا له کندهار نه روسيې ته د انارو صادرات پیل کړل. د دغه شرکت رییس سيدمحمد قسيم کندهار کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، په لومړي پړاو کې به ۲۰ ټنه انار روسیې ته ولېږدوي او هڅه کوي چې دا لړۍ روانه وساتي. هغه وايي، دېرش کاله وروسته د افغانستان انار روسیې ته لېږدوي.

د سوداګریزو توکو سلګونه بار موټر د سپین‌بولدک‌-‌چمن دروازې دواړو خواوو ته بند دي

له هغه وروسته چې د تېرې یکشنبې په ورځ کندهار کې د سپین‌بولدک‌ـ‌چمن پر دروازې د یوه ناڅرګنده وسله‌وال کس له لوري پر پاکستاني ملېشو برید کې یو پاکستانی ووژل شو او څو نور ټپیان شول، د دواړو لوریو ترمنځ وسله‌واله نښته هم وشوه او یاده لاره وتړل شوه.

کندهار کې خپلمنځي شخړه؛ یو ماشوم وژل شوی، ورور او پلار یې ټپیان دي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالي کې د ځمکې پر سر شخړه کې د یوې کورنۍ درې کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي چې دې پېښه کې یوه لوري پر بل لوري چې موټر کې ناست دي، ډزې کړي او له کبله یې یو ماشوم وژل شوی او بل ورور او پلار یې ټپیان دي.

له حکومتونو ناهیلي؛ روزګانیانو د روزګان‌-‌کندهار لویې لارې رغولو ته مټې رابډوهلې

د کندهار او روزګان اوسېدونکو له کلونو راهیسې د روزګان‌-کندهار لویې لارې چې ۱۷۳ کیلومټره ده، د رغولو لپاره له حکومتونو غوښتي چې یاده لاره ورته ورغوي، خو چا یې غږ نه‌دی اورېدلی.
تازه روزګانیانو د یوه سوداګر بورجان ذهين په مشري را ټول شوي، پیسې یې را غونډې کړي او هڅه کوي تر ژمي مخکې یاده لاره د موټرو تګ‌راتګ ته چمتو کړي.

کندهار کې د وزګارتیا له امله بهر ته د لوستو ځوانانو تګ زیات شوی

هېواد کې وزګارتیا، نامعلومه راتلونکې او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې ډېری افغانان په ځانګړي توګه ځوانان له هېواد څخه د وتو په لټه کې شي.

هرات او نیمروز چې له ایران سره ګډه پوله لري هره ورځ پرې ګڼ‌شمېر ځوانان په قانوني او ناقانوني توګه دغه هېواد ته اوړي.

 کندهار کې يوه کس خپل «درې زامن» حلال کړي

په کندهار کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، یوه کس خپل درې زامن حلال کړي او وژلي یې دي.

سرچینې زیاته کړې چې پېښه د دغه ولایت د ډنډ ولسوالي په کارېز سیمه کې شوې ده.

کندهار کې سوداګرې مېرمنې: کاري جوازونه مو نه تمدیدېږي

کندهار کې یوشمېر ښځينه صنعت‌کارانې سلام‌وطندار ته وايي، په دې وروستیو کې يې صنعتي کارونه پیکه شوي او ان تر دې چې کاروبار يې په ټپه ولاړ دی.

دوی زیاتوي چې د ګڼ‌شمېر ښځينه صنعت‌کارانو کاري جوازونه تر وخت تېر شوي، خو د اړوندو مسوولو ادارو له‌خوا نه تمدیدېږي.

کندهار کې سوداګر: پاکستان مو د تازه مېوو موټرو ته د اوښتو اجازه نه ورکوي

په کندهار کې سوداګر وایي، د سپین‌بولدک-چمن پر سوداګریزه لاره پاکستاني چارواکي په یوه او بله پلمه دوی ته ستونزې جوړوي چې دې چارې یې پر سوداګرۍ اغېزه کړې ده. افغان سوداګرو همداراز وايي چې پاکستانی لوری تر ډېره دغه ستونزه هغه مهال رامنځته کوي چې دغه ولایت کې د تازه مېوو د حاصلاتو د راټولولو وخت وي.

کندهار کې روږدې مېرمنې: ژوند مو له کړاوه ډک دی

کندهار کې هغه ښځې چې د خپلو خاوندانو له‌خوا په نشه‌يي توکو روږدي شوي، وايي چې اوس يې ژوند له سختو کړاوونو ډک دی. دغو مېرمنو سلام‌‌وطندار ته ویلي، وېره لري چې اولادونه به يې هم پر دغه ناوړه نشه اخته شي.