د اوزبکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته را رسېدلی

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې یو اوزبکستانی پلاوی نن سهار (د لړم اوومه، د یک‌شنبې ورځ) کابل ته راغلی دی. د خبرپاڼې پر بنسټ، د اوزبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد  خواجه‌بوف د دغه پلاوي مشري کوي او د یاد هېواد د سوداګرۍ او کانونو او ټرانسپورټ وزارتونو وزیران، خپلواک رییسان او سوداګر په دغه شاوخوا ۴۵ کسیز پلاوي کې شامل دي. 

کابل کې د متقاعدو اعتراض؛ «اسلامي امارت مو د تقاعد حقوق نه راکوي»

یوشمېر متقاعدان چې کابل کې د مالیې وزارت د متقاعدو د معاشونو ورکړې ریاست مخې ته راټول شوي وو، شکایت کاوه چې اسلامي امارت یې له تېرو دوو کلونو راهیسې د تقاعد حقوق نه‌دي ورکړي چې له کبله یې بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د دوی په وینا، لسګونه کاله یې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال په ملکي او نظامي برخو کې خدمت کړی، خو اوس پر کور کېنول شوي او اسلامي امارت یې هم د تقاعد حقوق نه ورکوي.

پر کاج ښوونیز مرکز د برید لومړی تلین؛ د قربانیانو کورنۍ لا هم ویرجنې دي

یوه ځانمرګي بریدګر له نن څخه پوره یو کال وړاندې په همدې ورځ، د تلې میاشتې په اتمه نېټه، سهار مهال د کابل ښار د دیارلسمې حوزې اړوند دشت‌برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز داسې مهال برید وکړ چې هلته د کانکور ازمایښتي ازموینه روانه وه. په دغه برید کې لږترلږه ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

د پاکې هوا نړیواله ورځ؛ خلک له ککړې هوا سر ټکوي

د سپټمبر اوومه او د وږي شپاړلسمه، د پاکې هوا نړیواله ورځ ده. خو افغانان د دې ورځې له را رسېدو سره سم په ښار کې له ککړې هوا شکایت کوي او وايي، مسوولان ورته لازمه پاملرنه نه کوي او له خلکو یې د پاکې هوا د تنفس کولو حق اخیستی دی.

د پېژندپاڼو وېش وروسته خدمتونو نشتون؛ د ولایتونو اوسېدونکي: اړ یو کابل ته لاړ شو

د هېواد د یو‌شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د برښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري چې له امله یې ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په وینا، ولایتونو کې یې د پېژندپاڼو وېش وروسته خدمتونو نشتون له امله اړ دي چې د یادو خدمتونو لپاره کابل ته سفر وکړي.

ناروغان د کابل دولتي کلینیکونو کې د ډاکټرانو او امکاناتو له کمښت څخه سر ټکوي

په داسې حال کې چې اوس د کابل دولتي کلینیکونو ته د ورتلونکو ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، خو دغه کلینیکونه د درملو، مسلکي کارکوونکو او ځای له کمښت سره مخامخ دي.
د کابل ښار د تايمني اوسېدونکې سیماګل چې خپل دوه‌کلن ماشوم يې د دې سیمې کلينيک ته ور وړى، په دغه روغتيايي مرکز کې د درملو له نشتوالي شکايت کوي.

کابل کې کارګران: کار نشته، د ژوند لګښتونه نه شوو برابرولی

د سهار ۱۱ بجې دي. حسام‌الدین چې د رنګمالۍ سامان یې په یوه سطل کې اچولی او د ښار پر یوه سړک یې دېوال ته تکیه کړې وايي، له سهار راهیسې کوڅه په کوڅه په کار پسې ګرځېدلی، خو پیدا کړی یې نه دی.
هغه چې د کابل ښار د شوربازار اوسېدونکی او رنګمال دی، وايي چې له لوی اختر راهیسې یې یوه ورځ کار هم نه‌دی موندلی.

کابل کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر سره د زده‌کوونکو لېوالتیا کمه شوې

کابل ښار کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر یوشمېر استادان وايي، تېرو کلونو ته په پام دغه هنر سره د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې ده.

دوی سلام‌وطندار ته وویل چې د تېرو دوو کلونو پر مهال کابل کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر کوم نندارتون نه‌دی جوړ شوی او دا کار لامل شوی چې د ځوانانو لېوالتیا ورسره کمه او د دوی د زده‌کوونکو شمېر هم کم شي.

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکي د اوبو له کمښت څخه سر ټکوي

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د دشت‌برچي اسیابینې سیمې يوشمېر اوسېدونکي د اوبو له کمښت څخه شکايت کوي او وايي، له شاوخوا دوو کلونو راهيسې د اوبو له کموالي سره مخامخ دي. د دوی په خبره، ډېری کورنۍ د اوبو د کمښت له امله له دې سیمې کډه شوې دي.

کابل ښار کې د نجارانو بازار ۸۰ سلنه کمرنګه شوی

د کابل ښار یوشمېر نجاران شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د ودانیزو چارو کمېدو او د خلکو اقتصادي وضعیت کمزورتیا لامل شوي چې د دوی بازار پیکه کړي.
د کابل ښار په قلعه فتح‌الله کې یو نجار زړګی وايي، له ۴۵ کلونو راهیسې نجاري کوي او دغه کسب ورته پلار او نیکه ورته پاتې دی. نوموړی وايي چې اوس یې کارونه د پخوا په پرتله ۸۰ سلنه کم شوي دي.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کابل کې د کتابونو ستر نندارتون پرانېست

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرو درېوو اوونیو پر مهال د کتابونو له کوچنیو او سترو نندارتونونو وروسته نن کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معینیت او د بېهقي خپروندی ریاست له لوري د کتاب اوونۍ په مناسبت د کتابونو لوی نندارتون پرانېستل شو.

کابل کې د هټۍ‌والو له لوري د پلیو لارو د بندېدو په اړه د ښاریانو شکایت

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې هټۍ‌والو، لاس‌پلورونکو او کراچۍ لرونکو کسانو په ټول ښار کې خپل توکي د سړکونو او پلیو لارو پر سر د خرڅلاو لپاره ایښي او دوی تر پوزې راوستي دي.
د کابل ښار اوسېدونکې محبوبه وايي، ډېر کله د هټۍ‌والو او کراچۍ‌لرونکو له لوري د پلیو لارو د بندېدو له امله له ستونزو سره مخامخ شوې ده.