
ناپېژنده وسلهوالو روزګان کې دوه کسان وژلي
روزګان کې محلي مسوولان سلاموطندار ته وايي چې پرون ناپېژنده وسلهوالو د دغه ولایت اړوند په دهراوود ولسوالي کې پر یوه موټر ډزې کړي چې له امله دوه کسان وژل شوي دي.
روزګان کې محلي مسوولان سلاموطندار ته وايي چې پرون ناپېژنده وسلهوالو د دغه ولایت اړوند په دهراوود ولسوالي کې پر یوه موټر ډزې کړي چې له امله دوه کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قومنداني چارواکي وايي چې د عادل په نوم د هغه ماشوم د قضيې څېړنه يې پيل کړې چې بېګاه شاوخوا لس بجې د جلالاباد ښار په اوومه ناحيه کې په ډزو وژل شوى دی.
د کونړ ولایت چارواکي وايي، هغه امنيتي سرتېرى يې نيولى چې په يو چېکپواينټ کې یې د بريد پر مهال يو ځوان وژلى او يو بل يې ټپي کړى و. چارواکي زیاتو چې دغه پېښه پرون د دې ولايت په شيګل ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوې چې د واده د وراه يوه موټر له چيک پواينټ څخه تېرېده.
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د کابل امنیې قومنداني ته په یوه پنځه مادهییز لارښود کې سپارښتنه کړې چې له دې وروسته پلازمېنه کابل کې د اسلامي امارت سرتیري اجازه نه لري چې په یوه او بل پلمه د خلکو کورونه وپلټي. لارښود کې راغلي، د اسلامي امارت سرتیري دې د خپلو دندو پرمهال له ښاریانو سره ښه چلن وکړي.
په پروان ولایت لسګونه ځوانانو او مدني فعالانو نن له غرمې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د عملیاتو پر مهال د پاکستان د پوخي لاس وهنې په اړه لاریون وکړ.
طالبانو نن په هرات کې د سلاموطندار خبریال شکېب شمس او د هغه مېرمن ستوری کریمي چې د پژواک خبري اژانس خبریاله ده، نیولي او له څو دقیقو وروسته یې بېرته خوشې کړي دي. شکېب شمس وايي، طالبانو هغه مهال ونیول چې له خپلې مېرمنې سره یوځای د هرات «مالان پُل» سیمې ته چې د جګړې لومړۍ کرښه ده، د خبري پوښښ لپاره تللي وو.
عزیزاغا چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ مشر زوی او ګټیالی وو. له خپلو ټولو ځوانو هیلو سره خاورو ته سپارل کېږي. هغه ۲۸ کاله عمر درلود او د بغلان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه فارغ شوی وو.
نن د بدخشان یوشمېر اوسېدونکیو په دغه ولایت کې د ناامنیو، د څښاک اوبو رسولو د شبکې پرې کېدل او د شورابک بند د نه پرانیستل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ، خو کله چې لاریون کوونکوغوښتل د بدخشان ولایت مقام د دروازې پر لور ولاړ شي، امنیتي ځواکونو یې مخ ونیوله او دغه لاریون پر تاوتریخوالي واوښت.
پولیسو د ټولګټو چارو وزارت پر یوشمېر کارکوونکو چې د دغه وزارت د وزیر نجیبالله یمین له لوري د ګوښه کېدو پر وړاندې یې اعتراض کړی و، ډزې کړې دي.
د سلاموطندار خبريال رومان کریمي وايي، بريدګر کابل پوهنتون ته دننه شوي او ډزې يې پيل کړې دي.
کريمي وايي، څو بريدګر حقوقو پوهنځي ته ننوتي او پر محصلانو يې ډزې کړي.د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، کابل پوهنتون سره نږدې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي او پوليس سيمه کې حضور لري.