
امیرخان متقي د ناروې د یوشمېر خیریه موسسو له مسوولانو سره لیدلي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ناروې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د یوشمېر خیریه موسسو له مسوولانو سره لیدلي دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ناروې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د یوشمېر خیریه موسسو له مسوولانو سره لیدلي دي.
د سلام افغانستان راډیويي موسسې «سلاموطندار راډیو» په نوښت نن کابل کې د ولایتي راډیوګانو د مسوولانو سربېره د اسلامي امارت د یوشمېر چارواکو په شتون کې د «ولایتي راډیوګانو د فرصتونو او ننګونو د ارزونې» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړې وه. په دغه غونډه کې د محلي راډیوګانو پر ستونزو او ننګونو خبرې وشوې.
د افغانستان بانک اعلان کړی چې د هېواد بانکي سیستم به ډېر ژر بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي. دغه بانک نن په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې ډاډ ورکړی چې د هېواد بانکي سکټور به بېرته ښه شي او ډېر ژر به یې فعالیتونه عادي حالت غوره کړي.
د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د برښنا کمښت او نامنظمې پرچاوۍ څخه شکایت کوي او وايي، نه پوهېږي چې د ورځې په جریان کې څه وخت برښنا لري او کومو ساعتونو کې یې برښنا پرې کېږي، څو هغه ورځني کارونه چې پر برښنا ترسره کېږي، د برښنا راتلو او تلو پرمهال یې ورسره برابر کړي.
په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان د خلکو لپاره په نړیواله کچه د سولې پیاوړتیا، ټيکاو، د سولهییز او ښه ژوند د تضمین لپاره یو لړ هڅې روانې وې چې ازبکستان هم د افغانستان د یوه نږدې ګاونډي او په دغه هېواد کې د تلپاتي ثبات غوښتونکي هېواد په توګه هڅه کړې چې د ګډو فرهنګي او ښو اړیکو پر بنسټ خپله ونډه ادا کړي. په افغانستان کې د یوه پراخبنسته دولت څخه د ملاتړ ترڅنګ ازبکستان هڅه کوي چې د تېر په څېر د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
عایشه دُرانۍ نیمرزو کې یوه له هغو ښځو څخه ده چې کلونه یې دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې کار کړی. نوموړې وايي، څه باندې څلور میاشتې کېږي چې د سیاسي بدلونونو او د ښځو لاسي صنایعو څخه د نه ملاتړ له امله وزګاره او په کور شوې ده.
که څه هم اوس د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د ستنو او کارکوونکو پر وړاندې ټول امنیتي ګواښونه له منځه تللي، خو لا هم هېوادوال په هېواد کې د مخابراتي شبکو د خدمتونو له ټيټ کیفیت څخه شکایت کوي.
د ننګرهار په یوولسو ولسوالیو کې پر نږدې ۶۵ زره هېکټاره ځمکې طبیعي ځنګلونه چې میوهلرونکي او نامیوه لرونکي بوټي لري، اباد دي. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې قومي تړې مهمې بولي او وايي، هڅه کوي چې د حکومت ترڅنګ، ولسونه هم خپله ونډه واخلي.
یوه ځانمرګي بریدکونکي پرون ورځ د کندوز ښار خاناباد بندر کې د اهل تشیع په سیداباد جماعت کې د لمونځکونکو ترمنځ خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګژوبله واوښته. د اسلامي امارت مسوولانو سلاموطندار ته ویلي، په دغه برید کې تر ۵۰ ډېر لمونځکونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان دي.
نږدې یوه میاشت وروسته له هغې چې امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړې، کابل کې د خصوصي سکتور مسوولان وایي چې د پیسو کنګل کېدو سره اقتصادي فعالیتونه له ګڼو ننګونو سره مخ شوي دي.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټې او له کابل څخه د تخلیې بهیر د پای ته رسېدو په درشل کې، د نړۍ نږدې ۱۰۰هېوادونو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغانانو ته به د سفر کولو اسنادو د ورکړې لړۍ دوام ولري. دغو هېوادونو ژمنه کړې، هغه کسان چې په افغانستان کې تر ګواښ لاندې دي، د سفر کولو اسناد به ورکړي.
څلور ورځې کېږي چې د هرات ښار په دروازو کې سخته جګړه روانه ده او د هرې ورځې په تېرېدو د دغو نښتو لمن د هرات ښار په لوري د خورېدو په حال کې ده.
د هرات ولایت اړوند ګذرې ولسوالي «پلُ مالان» سرک چې په دغه ولایت کې د جګړې لومړۍ کرښه ده، افغان تازه دمي ځواکونه د طالبانو د بریدونو په شا تمبولو لپاره دغې سیمې ته رسېدلي دي.
سره له دې چې د بادغیس د مرکز قلعهنو ښار په ځینو برخو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو له جګړې شاوخوا ۱۰ ورځې تېرېږي، خو په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي ادعا کوي چې تر اوسه بادغیس ته مرستندویه ځواکونه نه دي لېږل شوي.
د هرات والي عبدالصبور قانع نن په دغه ولایت کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ولسي پاڅونوالو سره په همغږۍ د طالبانو له لوري پر هرات ښار د بریدونو د مخنیوي لپاره پر چمتوالي بوخت دي.
د هرات والي عبدالصبور قانع وايي چې د لا ښې همغږۍ او مدیریت لپاره یې د دغه ولایت د چشت ولسوالي په مرکز کې مېشت ځواکونه یې دویم ځای ته لېږدولي دي. هغه سلما بند ته پېښ ګواښونه نه مني او په وینا یې، دا د دولت د مخالفانو شایعات دي. نوموړی خلکو ته ډاډ ورکوي چې یاد بند خوندي دی او لازم ساتونکي لري، خو په خبره یې، که په دې برخه کې نورو سرتېرو ته اړتیا شوه، ور وبه یې لېږي.