![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2024/03/2024-03-01T121848Z_3361869_RC2ZC6ABX1B9_RTRMADP_3_ISRAEL-PALESTINIANS-1709438729-300x200.webp)
رفح کې د اسراییلو بریدونه؛ ۱۴فلسطینیان وژل شوي او ګڼشمېر ټپیان دي
د عیني شاهدانو او رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د غزې په سوېلي ښار رفح کې د هستوګنې پر یوې ودانۍ بمباري کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان وژل شوي او ګڼشمېر نور یې تر خاورو لاندې دي. د دې اژانس د راپور له مخې، په جبالیه او نصرت کې ګڼشمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي، خو کره شمېر یې نهده په ډاګه کړې.