د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر: نړیوال اېتلاف د افغانستان د وضعیت مسوول دی

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون ورځ بروکسیل کې د اروپایي ټولنې چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي، افغانستان کې د اوسني وضعیت او د هر ډول رامنځ ته کېدونکي ناورین مسوول د هغه نړیوال اېتلاف غړي هېوادونه دي چې افغانستان کې ښکېل وو.

د درې میاشتني اوربند په بدل کې د طالبانو ناشونې غوښتنه

د سولې بین الافغاني خبرو لپاره د افغان دولت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري نن کابل کې یوې خبري غوندې ته وویل چې طالب ډلې افغان دولت ته د درې میاشتني اوربند وړاندیز کړی دی.  د نادري په وینا، طالبانو د درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو او د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه، د دې ډلې د نوم د اېستلو غوښتنه کوي.

د کابل چاودنو خلک په موټرو کې له تګ راتګ بېزاره کړي

پرون له غرمې وروسته د کابل په لوېدیځ کې د ښاري ټرانسپورټ پر دوو مسافر وړونکو موټرو ماین چاودنې وشوې چې له امله یې ۷کسان ووژل شول او ۶نور ټپیان شول. د تېرې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ هم په همدغه سیمه کې د ښاري ټرانسپورټ دوه ټونس ډوله موټر د نښلوونکي ماینونو ښکار شول چې له امله ۵کسان پکې ووژل شول او ۱۶ يې ټپیان کړل.