د کابل هوايي ډګر شاوخوا نه له ۱۵۰ ډېر کسان تښتول شوي

یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي چې ناپېژنده کسانو نن سهار د کابل هوايي ډګر له شاوخوا نه له ۱۵۰ ډېر کسان چې ډېری یې هندیان دي، تښتولي دي.
د سرچینې په وینا، په تښتول شویو کسانو کې افغان سیکان هم شامل دي، خو ډېری هغه یې د هند عادي وګړي دي.

د ترکیې دفاع وزیر: په ۴۸ ساعتونو کې له کابل هوايي ډګر څخه شاوخوا ۶۲ الوتنې شوي

د ترکیې اناتولي خبري اژانس وايي چې د دغه هېواد د دفاع وزیر خلوصي اکار پرون ورته ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له کابل هوايي ډګر څخه شاوخوا ۶۲ الوتنې شوې دي.
نوموړي ویلي چې په دغو الوتنو کې «ډیپلوماټان او یوشمېر افغانان» له افغانستان څخه اېستل شوي دي.

کابل کې د امریکا سفارت له خپلو هېوادوالو غوښتي چې هوايي ډګر ته ور نه شي

په کابل کې د امریکا سفارت د کابل په هوايي ډګر کې له پروني سخت او خونړي وضعیت وروسته له خپلو هېوادوالو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې هوايي ډګر ته ور نه شي.
په کابل کې د امریکا شاژدافیر راس وېلسن پر خپل ټویټر لیکلي چې دی او همکاران به یې په کابل کې پاتې شي، څو له زرګونو امریکایانو او زیانمنو افغانانو سره مرسته وکړي.

د ۳۰۰۰ امریکايي سرتېرو لومړنۍ جوپه کابل ته راورسېده

د ۳۰۰۰ امریکايي سرتېرو لومړنۍ جوپه چې ټاکل شوې افغانستان ته راشي، کابل ته را رسېدلې او د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي. د دغو درې زره سرتېرو موخه چې تر یکشنبې پورې به کابل ته راشي، د امریکايي ډیپلوماټانو او د امریکا د نورو همکارانو د وتلو بهیر چټکتیا او خوندیتوب ښودل شوی دی.

طالبان ترکیې ته: که اشغال ته دوام ورکړئ، پروړاندې مو درېږو

طالبانو په افغانستان کې د ترکي سرتېرو د پاتې کېدو پر وړاندې مخالفت ښودلی دی. په اعلامیه کې لیکل شوي چې ترکي چارواکو د امریکا په غوښتنه او هوکړه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پرېښودو پرېکړه کړې ده. دغې ډلې ویلي چې افغانستان او ترکیه مذهبي، تاریخي او کلتوري اړیکې لري او باید پر خپله پرېکړه بیاکتنه وکړي.

بایډڼ: له افغانستانه تلپاتی ملاتړ کوو

د امریکا متحده ایالاتو ولسمسشر جوبایډ‌ن وړمه ورځ په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو په غونډه کې وویل چې له افغانانو او د دغه هېواد د
امنیتي ځواکونو سره به په ډېپلوماتيکو، اقتصادي او بشرپالنې برخه کې د امریکا ژمنې تلپاتې وي او له دغه هېواد به ملاتړ کوي. هغه ویلي چې امریکا تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او دغه هېواد به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوازې نه پرېږدي.

ترکیې ته د طالبانو خبرداری؛ له افغانستانه مو سرتېري وباسئ

طالبانو هر هغه هېواد ته خبرداری ورکړی چې وغواړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو په موخه خپل سرتېري پرېږدي.
دغې ډلې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د هېڅ هېواد د ځواکونو پاتې کېدل ورته د منلو نه دي.

د ملي امنیت شورا: د کابل هوايي ډګر به له نړیوالو معیارونو سره سم فعال وي

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د حامد کرزي هوايي ډګر به له نړیوالو معیارونو سره همداسې فعال پاتې شي. د دغه دفتر په وینا، د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار پرون په کابل کې د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو سره یوځای یاد هوايي ډګر او په‌کې د ناټو قومانداني لیدو ته ورغلی دی.

د پاکستاني پلاوي الوتکه د کابل پر ځای، اسلام‌اباد کې ښکته شوې

په داسې حال کې چې د ولسې جرګې رییس او د دې جرګې یوشمېر غړي د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر په مشري یوه پلاوي ته د هرکلي په موخه د حامد کرزي هوایي ډګر ته ورغلي وو، خو د پلاوي الوتکه په یاد هوايي ډګر کې د امنیتي ستونزې له کبله بېرته ګرځېدلې ده.

لوګر کې د نړیوال هوايي ډګر سروې پيل شوه

د کابل په سوېل ۴۰ کیلومټرۍ لوګر کې د یوه لوی نړیوال هوايي ډګر سروې چارې پیل شوې چې ۸۰۰‌میلیونه ډالره لګښت به پرې راشي. دغه نړیوال هوايي ډګر د محمد اغې ولسوالۍ د دولت کلا په دښته کې د ولسمشر محمد اشرف غني د پلرني کلي په شمال لوېدیځه څنډه کې جوړېږي.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، د لوګر محمداغې ولسوالۍ کې نړیوال…