یو‌شمېر ډاکټران د خپلو معاشونو له نه ترلاسه کولو څخه شکایت کوي

 په مرکز کابل او ولایتونو کې یو‌شمېر ډاکټران شکایت کوي چې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ او د دولتي او خصوصي بنسټونو له تړلي پاتې کېدو وروسته، د بانکونو بندېدو هم یو لړ ننګونې رامنځ ته کړي او لامل شوي چې معاشونه یې په وخت ور نه‌کړل شي. دوی وایي، د پخوا په څېر خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو د معاشونو نه‌شتون اندېښمن کړي دي.

خبریالان: یو‌شمېر کسان د خبریالۍ جعلي سندونو پرمټ غواړي د دوی پرځای له افغانستانه ووځي

په هېواد کې د رامنځ ته شوي خراب وضعیت له امله یو‌شمېر بهرنیو هېوادونو اعلان کړی چې په افغانستان کې د خبریالانو سربېره له ګواښ سره مخ کسانو ته ځانګړې ویزې ورکوي چې له دې فرصته په ګټې اخیستنې سره یو‌شمېر کسانو د خبریالۍ جعلي اسنادو د جوړولو هڅې پیل کړي او غواړي د خبریالانو پرځای دوی له افغانستانه ووځي.

کابل کې د ولایتونو بې‌ځایه شوي د مرستو پر ناانډول وېش نیوکه کوي

په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له امله، سلګونه کورونه ویجاړ او زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي دي. دغه بې‌ځایه شوي چې ډېر‌شمېر یې کابل ته راغلي اوس مهال د دغه ښار په سرای شمالي او نوي ښار سیمو کې په خراب وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.

پاکستان د سلسلې علي‌خېل د تښتونې په اړه افغان پلاوي ته معلومات نه دي ورکړي

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علي‌خېل د تښتولو په اړه د پاکستان له لوري د همکارۍ پر نه کولو نیوکه کوي او وايي چې پاکستان په دې برخه کې افغان پلاوي ته اړوند معلومات نه دي ورکړي.

وروستیو دوو اوونیو کې د جګړې له امله څه باندې ۵۰۰۰کورنۍ بې‌ځایه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر سلام‌وطندار ته وایي چې په دې وروستیو کې د جګړو پراخېدو او د طالبانو له خوا د ولسوالیو او د ځینو ښارونو په سقوط سره، د بې‌ځایه شوو کورنیو شمېر زیات شوی چې یوازې په وروستیو دوو اوونیو کې د جګړو له امله ۵۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي.

هرات کې د جګړې کمزوري مدیریت د امنیتي ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې

د هرات له جګړې څخه ۱۱ ورځې تېریږي، خو اوس هم د هرات ښار او د انجیل او ګذرې ولسوالیو ځینو سیمو کې طالبان حضور لري او امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې طالبان د انجیل او ګذرې ولسوالیو په ځینو برخو کې وځپي. د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وایي، د امنیتي او دفاعي .ځواکونو ترمنځ همغږي موجوده ده او عملیات په ګډه توګه روان دي

هېواد کې روانه جګړه د ۵۱ رسنیو د تړل کېدو لامل شوې

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر په هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابېدو سره هم‌مهاله د رسنیزو فعالیتونو کمېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، روانې جګړې د رسنیو پر فعالیتونو سیوری غوړولی دی. د هغه په وینا، په هېواد کې د نښتو او طالبانو له لوري د بریدونو زیاتېدو له کبله ۵۱ رسنۍ تړل شوې دي.

طالبان په نیول شویو بندرونو کې پر پاسپورټونو دخولي او خارجي ټاپې لګوي

وروسته له هغې چې طالبانو د هېواد یو‌شمېر مهم سوداګریز بندرونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل، اوس داسې راپورونه خپاره شوي چې طالبان په دغو بندرونو کې له هېواده بهر د تلونکو او راتلونکو مسافرو پر پاسپورټونو ټاپې لګوي.

طالبانو پکتیا کې د سلام مخابراتي شبکې ۱۱سایټونه ویجاړ  او لوټ کړي

په سوېل ختيځ زون پکتيا ولایت کې د افغان ټلې کام مسوولان وايي، د وسلوالو طالبانو له لوري په نيول شويو ولسواليو کې د سلام مخابراتي شبکې ۱۱سايټونه، وېجاړ شوي او تخنيکي وسايل يې لوټ کړي دي. دوی وايي ۷ نور سايټونه هم د طالبانو له لوري بند شوي چې دا مهال ورته د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.

پکتیا ته د دوه‌څلوېښت کاله پخوانۍ سروې له مخې امکانات ورکول کېږي

د پکتيا د ولايتي شورا او مدني ټولنو استازي وايي، پکتیا د جغرافيې او د وګړو د شمېر له مخې، د سوېل ختیځ زون مرکزي ولایت دی، خو لا هم په‌کې د ۴۲ کاله پخوانۍ سروې پر بنسټ خدمتونه وړاندې کېږي. د دوی په وینا، سره له دې چې د ولايت د لومړۍ درجې کولو غوښتنه یې کړې، خو لا هم نه ده منل شوې.

طالبانو بدخشان کې د آس مجسمې ویجاړې کړي

د بدخشان ولایت محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کشم ولسوالي کې د اس مجسمې چې د وزلوبې ښکارندویي کوله او په دې وروستیو کلونو کې جوړې شوې وې، د طالبانو له لوري ویجاړې شوي دي.